د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا استادان د نوي نصاب په اړه روزل کېږي


په سوات کې یو سکول چې پکې ښوونکیو ته روزنه ورکول کېږي.
په سوات کې یو سکول چې پکې ښوونکیو ته روزنه ورکول کېږي.

پېښور ـ د خېبر پښتونخوا حکومت د پرایمري سکولونو په تعلیمي نصاب کې د بدلون راوستلو سره سم د استادانو د روزنې لړۍ پیل کړې ده. د غو ښوونکیو ته د انټرنېټ له لارې ان لاین یا پر لیکه زده کړې ورکول کېږي.

د «مسلکي پر مختګ ورځ» په نوم په دغه روزنیز پروګرام کې د تعلیمي چارو ماهرین په کم وخت کې د استادانو د روزنې کار پر مخ وړي.

مهرین رضا په چارسده کې د نجونو د یو پرایمري سکول ښوونکې وايي دغه تربیتي پروګرام د دوی د صلاحیتونو د لوړولو لپاره ډېر ګټور دی.

((دا پروګرام ځکه ګټور دی چې د نویو تعلیمي هنرونو مو خبروي. دلته اکثره استادان/ استادانې د دولسم جوماعته پورې تعلیمي سویه لري او په پخوانیو طریقو درس ورکوي خو چې ټریننګ ورکړل شي نو هغوی هم د جدیدو طریقو مطابق د سبق ورکولو جوګه شي.))

په مومندو کې یو وران شوی سکول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

شاهد علي په زرداد ډېرۍ کې د یو پرایمري سکول استاد دی. هغه وايي، په دغه تربیتي پروګرام کې دوی له دا هم ښودل کېږي چې ماشومانو ته د نصاب ترڅنګ عملي زده کړې څنګه ورکړل شي؟

((د دې تربیت فایده ډېره ده، دوی موږ ته زموږ خامۍ را په ګوته کوي. موږ په دې پوهوي چې په راتلونکي وخت کې به د ماشومانو تربیت څنګه کوو؟ دا نوې طریقې د ماشوم لپاره ډېره ګټه لري ځکه چې عملي کار پکې ډېر دی. ماشوم پکې مشغول ساتل کېږي.))

خو د عاصمه ګل په نوم یوه بله ښوونکې بیا په دې نظر ده چې دا ډول پروګرامونه هله زیات ګټور وي چې په سکولونو کې دوی ته بنیادي اسانتیاوې ورکړل شي او د استادانو کمی پوره کړل شي.

د خېبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې یوه چارواکې، ایس ډي او عایشه ګوهر وايي سکولونو ته بنیادي سهولتونه ورکړل شوي دي.

((کوم بنیادي سهولتونه چې دي، زموږ د اندازې مطابق پنځه نوي فیصده سهولتونه سکولو ته ورکړل شوي، د پاتې پنځو فیصدو سهولتونو د ورکولو لپاره هم په کار لګیا یو.))

د «مسلکي پر مختګ ورځ» پروګرام په میاشت کې یوه ورځ وي او په لومړي پړاو کې به د صوبې ټولو پرایمري استادانو ته څلورو میاشتو پورې دغه روزنه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG