د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب د زندانونو وزیر له ترهګرو سره نه دي لیدلي: چوهان


د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې د ترهګرۍ په تور سزا شوي کسان بندیان دې ځکه اکثر د زندانونو امنیت سخت وي
د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې د ترهګرۍ په تور سزا شوي کسان بندیان دې ځکه اکثر د زندانونو امنیت سخت وي

پراګ - د پنجاب حکومت هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې د زندانونو وزیر زوار حسین وړایچ د لاهور په کوټ لکپت زندان کې د ترهګرۍ په تور سزا شویو سره لیدلي دي.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه، بېلا بېلو پاکستانیو رسنیو خبر ورکړ چې د کوټ لکپت زندان انتظامي مشر خپلو چارواکو ته ویلي چې د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ (د سېپټېمبر ۲۷مه)، وړایچ په زور زندان ته ورننوت او هلته یې د ناقانونه ډلو د غړو او د ترهګرۍ په تور له سزا شویو سره ولیدل.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه، د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان مشال راډیو ته وویل، وړایچ په زندان کې د بېقاعدګیو لیدو ته ورغلی وو.

چوهان وايي: "د زندانونو وزیر دا اقدام له قانون سره سم دی. په دې کې ورسره د [جېلونو د ادارې] دوه چارواکي هم ورغلي ول. وزیر ته له کوټ لکپت زندانه شکایتونه ورغلي ول چې د قیدیانو خوراک ډېر خراب دی، ورسره د جېل د عملې رویه سمه نه ده او عام بندیان د ترهګرۍ په تور له نیولو شویو سره ساتل کېږي."

وزیر ته له کوټ لکپت زندانه شکایتونه ورغلي ول چې د قیدیانو خوراک ډېر خراب دی، ورسره د جېل د عملې رویه سمه نه ده

چوهان وايي، اصلاً د جېلونو وزیر زوار حسین وړایچ پر کوټ لکپت زندان چاپه وهلې ده او هلته یې د بې ضابطګیو د ثبوت لپاره "انځورونه اخیستي او ویډیوګانې جوړې کړې دي."

د پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر وايي، د زندانونو د وزیر اقدام که قانوني هم وي، پکې جېل ته د ورتګ د پروټوکول خلاف ورزي شوې.

نذیر وايي، پر مسلم لیګ (ن) ډلې تور دی چې د وسله والو او سختدریځو، ناقانونه ډلو له کسانو سره یې رابطې دي، نو "که دې وزیر صاحب له ترهګرو سره ملاقات کړی وي" نو کېدای شي چې د تحریک انصاف مشرانو په صوبه کې د "سختدریځو د پلویانو د ووټونو تر لاسه کولو لپاره" دا کار کړی وي.

د نذیر په خبره، په پاکستان کې داسې هڅې روانې دي چې سختدریځي په سیاسي بهیر کې شامل شي، نو کېدای شي چې دا ملاقات د همدې مقصد لپاره شوی وي.

دی زیاتوي، دا کار نورو چارواکو هم کولای شو، "د وزیر ورتګ د حیرانۍ خبره ده."

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د پنجاب د زندانونو د ادارې مشر مرزا شاهد سلیم بېګ د لاهور د کوټ لکپت زندان د مشر شکایت د صوبې د کورنیو چارو تر سېکرټره رسولی او هغه د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG