د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: مخالف ګوندونه د پوځ نګرانۍ کې ضمني انتخابات نه مني


د مخالفو ګوندونو ټولنه وايي د پوځ نګرانۍ کې ضمني انتخابات نه مني
د مخالفو ګوندونو ټولنه وايي د پوځ نګرانۍ کې ضمني انتخابات نه مني

سوات ـ په سوات کې د مخالفو ګوندونو ټولنې ویلي، په اکتوبر میاشت کې د پوځ په نګرانۍ کې کېدونکې ضمني ټولټاکنې نه مني.

په کبل کې د مخالفو ګوندونو اوو سیاسي مشرانو د سېپټمبر په ۲۳مه په خبري غونډه کې وویل، په تېرو انتخاباتو کې درغلۍ او د پوځ په نګرانۍ کې د تحریک انصاف ګوند سره مرستې شوې دي.

په دغو اوو ګوندونو کې عوامي نېشنل، پشتونخوا ملي عوامي، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز، قومي وطن، جمیعت علما اسلام او جماعت اسلامي ګوندونه شامل دي.

په ضلع سوات کې د عوامي نېشنل ګوند مشر شېرشا خان په دې موقع وویل:

(( پوځ دې امنیت سنبال کړي، پوځ دې د انتخاباتو په پروسه کې کار ونه لري. پولیس، ایف سي یا نورې امنیتي ادارې دې خپل کار وکړي، خو پوځ دې پکې نه وي.))

په سوات کې د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر عرفان چټان وویل، اوس په سوات کې امنیت ټینګ دی او د دې خبرې ضرورت نشته چې پوځ دې د ضمني انتخاباتو امنیت په خپل لاس کې واخلي.

مخالفو ګوندونو سوات کې غونډه درلوده
مخالفو ګوندونو سوات کې غونډه درلوده

خو په سوات کې د تحریک انصاف ګوند یو مشر او د صوبايي اسمبلۍ غړي وروسته مشال راډیو له وویل چې په تېرو انتخاباتو کې پوځ امنیت ساتلی او دوی غواړي چې په ضمني انتخاباتو کې دې هم پوځ حالات په خپل لاس کې واخلي چې څوک مداخله ونه کړای شي.

د مخالفو ګوندونو غوښتنه وه چې د سوات د صوبايي اسمبلۍ دوه حلقې پي کی درې او پي کی اووه دې په ضمني انتخاباتو کې د پوځ په نګرانۍ کې نه وي. دوی وویل، که داسې ونه شوه نو تر مشورو وروسته به خپله کړنلاره ټاکي.

د پاکستان پوځ او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي چې په ټاکنو کې د پوځ رول یواځې تر امنیت ساتلو پورې محدود دی.

XS
SM
MD
LG