د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې نا امنۍ ولې زیاتې شوي؟


پراګ ـ کارپوهان وايي په شمالي وزیرستان کې امنیتي وضعیت هله ښه کېدای شي چې په سیمه کې وسله وال په بشپړ ډول ختم کړل شي او په پخوانیو قبایلي سیمو کې زر تر زره اصلاحات وشي.

په شمالي وزیرستان کې تر اوږدو پوځي عملیاتو وروسته د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو وسله وال بیا هم وخت ناوخته داسې بریدونه کوي.

په شمالي وزیرستان کې له څو کلنو عملیاتو وروسته تر څه حده امن راغلی وو خو په دې ورسیتو کې د هدفي وژنو او په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وار بیا زیاته شوې، د دې تر شا څه عوامل دي؟ د چارو پوه رحیم الله یوسفزی په دې هکله وايي:

((دغه وسله وال خو په مکمله توګه ختم کړل شوي نه وو، د عملیاتو له وجې یو خوا بل خوا تښتیدلي ول، ځینې یې پاکستان کې پټ شوي ول او ځینې یې په افغانستان کې. بیا چې دې سېمو ته کډوال ستانه کړل شول نو دغه وسله وال هم پکې ستانه شوي دي او اوس د ولسي خلکو تر څنګ په امنیتي ادارو بریدونه کوي.))

رحیم الله یوسفزی زیاتوي چې د افغانستان امنیت، د پاکستان او په ځانګړې توګه افغان پولې ته څېرمه سېمو د امنیت لپاره ډیر مهم دی.

دا راز د دفاعي چارو پوه، پخوانی برېګېډیر سعد محمد خان وايي، پاکستان له پکار دي چې د افغانستان په امنیت کې کردار ولوبوي او په قبایلي سېمو کې زر تر زره اصلاحات وکړي نو د دا ډول پېښو مخینوی به هم اسان شي:

((تر څو چې په افغانستان کې بد امني وي، په پاکستان کې هم قلاری نشي راتللی. بل د قبایلي سېمو د اصلاحاتو او په خېبر پښتونخوا کې د ضم کولو عمل هم ډېر سست دی. پکار ده چې دغو سېمو ته د پرمختیايي منصوبو تر څنګ پولیس او عدالتي نظام وغځول شي، او ایف سي ځواک هم ځای پر ځایې کړل شي نو هله به امن راځي. له عملیاتو نه پس دغلته د پوځ د موجودګۍ حاجت نشته.))

په شمالي وزیرستان کې په دې ورستیو کې داسې پېښې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي چې د امنیتي عسکرو تر څنګ ځايي مشران، ځوانان او ځینې حکومتي چارواکي هم پکې وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG