د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې مدني فعالان شفافې ټاکنې غواړي


په ننګرهار کې مدني فعالانو غونډه.
په ننګرهار کې مدني فعالانو غونډه.

د افغانستان په ختيځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا يو شمېر استازو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پارلماني ټاکنو څخه د ملاتړ تر څنګ د ټاکنو پر کمیسيون غږ وکړ چې په ټاکنو کې دې شفافیت ته پام واړوي او له حکومت او سیاسي ګوندونو يې وغوښتل چې د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

دغه مطبوعاتي ناسته چې د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د سپين غر د غونډو په تالار کې تر سره شوه، د افغانستان په ختيځ کې د بېلابېلو مدني ټولنو يو شمېر استازو په کې برخه لرله.

په ختيځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا غړی عبدالطیف واحدي په دغه مطبوعاتي ناسته کې وویل، دوی ته هغه وخت د ولسي جرګې ټاکنې د منلو دي چې شفافې ټاکنې تر سره شي او حکومت او سياسي ګوندونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي:

(( د ننګرهار ولسونه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه يو عادلانه او شفافې ټاکنې غواړي، حکومت دې د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه وکړي، دوی دې باید د دغې پروسې د امنیت د تامین لپاره کار وکړي او د سیاسي ګوندونو څخه غواړو چې د ټاکنو د کمیسيون په چارو کې دې مداخله ونه وکړي.))

تيره اوونۍ د حکومت پر ضد د جوړ شوي ایتلاف په ملاتړ په ننګرهار کې د څو ساعتنو نو لپاره د ټاکنو خپلواک کميسیون تړل شوی و چې بيا د امنیتي ځواکونو له لورې بېرته پرانستل شو.

په ختيځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ د شورا يو بل غړي قرار عزیزيپه دغه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې که د ټاکنو په پروسه څوک نيوکې لري، په کار ده چې د قانوني لارو چارو څخه کار واخلي:

(( دا چې راتلونکي کې يو ښه پارلمان ولرو، هغه چا ته رایه ورکړو چې حقدار يې وي. دا مدني فعالان په همدې خاطر راټول شوي چې یو خو په هغو اشخاصو غږ وکړو چې د کمیسیون پر وړاندې ستونزې ایجادوي او بې ځایه يې وخت ضایع کوي، کمیسيون دې خپل کار ته پرېږدي. د قانون په چوکاټ کې دې خپل اعتراضونه وکړي، د کمیسیون دروازې دې د خلکو پر مخ نه تړي.))

بلخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ولایتي اداره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه نه کوي، بلکې هر هغه څوک چې د کمیسیون پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي، ولایتي اداره به يې مخه نیسي.

(( امنیتي ځواکونو ته دنده ورکړل شوې چې د ټاکنو خپلواک کمیسيون دې د مراجعینو او د کمیسيون د کارکوونکو پر وړاندې پرانستی وساتی. موږ د ټاکنو د کمیسيون په چارو کې لاسوهنه نه کوو، خو که د شفافو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو په موخه دوی د ولایت له مقامه هر ډول مرسته او همکاري وغواړي، موږ ورسره همکارۍ ته ژمن يوو.))

ټاکل شوې چې د روان لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۸مه نيټه په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې تر سره شي.
د ذکر وړ ده چې د شنبې په ورځ د جلال باد ښار په واټونو کې د حکومت پر ضد د ایتلاف پلویانو د رواروانو ټاکنو پر ضد د موټرو يوه کاروان راویستی و چې د څو ساعتونو لپاره د خلکو پر مخ ټریفک هم جام و.

XS
SM
MD
LG