د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر پل علم ښار به پلاني پراختیا پیدا کړي


د لوګر پل علم ښار
د لوګر پل علم ښار

د لوګر چارواکي وايي، چې پل علم ښار ته پدې وروستیو کې ماسټر پلان تصویب شوی او نور به دا ښار د همدې پلان په رڼا کې پراختیا پیدا کوي.

دوی زیاتوي، لدې مخکې پل علم ښار کې یو شمېر شخصي ودانۍ او سوداګریز مارکیټونه په غیر پلاني سیمو کې جوړ شوي دي.

چارواکو وویل، ښاري ماسټر پلان سره به د ښار په پراختیا او ښاریانو ته د منظمو او اړینو خدمتونو په رسولو کې اسانتیاوې رامنځته شي او پداسو ځایونو به پانګونه کیږي چې اوږدمهالۍ ارزښت ولري.

نن د شنبې په ورځ د پل علم ښاروال نصیراحمد للیزي مشال راډیو ته وویل، چې د یاد ښار د پلاني پراختیا او ښاریانو ته د لازمو ښاري خدمتونو د برابرولو لپاره ماسټر پلان یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

ده زیاته کړه، مخکې چې ماسټر پلان نه وو، خپلسرو ابادیو نه یوازې ښار بې نظمه کاوه، بلکې د دولتي او خصوصي سکټور پانګونه هم په زیان وه او اینده يې نه درلوده.

نصیراحمد للیزي وویل:

((له ښه مرغه چې تېره اونۍ د افغان ولسمشر لخوا د لوګر د مرکز پل علم ماسټر پلان لاسلیک شو، نو د ښار د پراختیا او نظم په برخه کې چې څومره اړتیا موجوده وه، هغه به ترسره شي، دا به یوه ښه لاسته راوړنه وي او ټول ښاري ستونزې به د دې پلان په پلي کیدو سره حلیږي.))

د پل علم ښاروال وړاندې وویل، چې اوسمهال يې په ښار کې یو شمېر پرمختیايي پروژې هم پلان کړي او دې پروژو لپاره يې ۵۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي.

دی وايي، چې له تېر کال راهیسې د ښاروالۍ عواید ۵۸ سلنه لوړ شوي او دا مهال د ښاروالۍ شپیته میلیونه افغانۍ په خلکو هم پور دي، که دا پیسې ښاروالي ژر راټولې کړي، نو کولی شي د ښاریانو د غوښتنو سره نوې پروژې هم ترسره کړي.

​د لوګر د ولایتي شورا رييس حسیب الله ستانکزي هم د ښاري ماسټر پلان تصویب یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او وايي، چې پدې سره د خپلسرې پراختیا مخه نیول کیږي.

ښاغلی ستانکزی وايي:

((د ماسټر پلان ښېګڼه داده چې موږ ته هغه سیمې راښيي، چې شل کاله وروسته په پلان کې وي، پخوا دلته ښارګوټي توزیع شوي، ځمکه يې نده استملاک شوې، مخکې له پلانه وو، محلي ښارګوټي ول، په هغو ځایونو کې چې پخوا خپلسرې ابادیانې کیدې اوس نه کیږي او د پلان مطابق به کیږي.))

که څه هم په څو وروستیو کلونو کې د ښار او کور جوړولو وزارت د ولایتونو له ښاروالیو سره په ګډه د ماسټرپلانونو په جوړولو کار کړی او پدې برخه کې يې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړي، خو بیا هم تر اوسه له محدود ښارونو پرته د ډېریو ښارونو ماسټر پلانونه ندي تصویب شوي او ابادۍ يې هم له اوږد مهالو پلانونو سره ندي برابرې.

کتونکي غوښتنه کوي، چې نړۍ ته په کتو د افغانستان د ښارونو په ماسټر پلانونو کې دې، د خلکو اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG