د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د خواجه خېلو د سربند جوړولو کار پیل شو


په پکتیکا کې د سربند جوړولو کار پیل شو

د پکتیکا د مرکز اړوند د خواجه خېلو د سیمې د اوبو د سربند د جوړولو چارې چې لس زره هکټاره ځمکه به ورڅخه خړوبیږي، پیل شوې.

یاد سربند چې د څلويښت میلیونه افغاني په لګښت د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړیږي، ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.

تېره ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت رسنیو ته د پروژې د کار د په پیل ځایکې د خواجه خېلو سربند د خلکو یوه مهمه غوښتنه یاده کړه، خو ويې ویل چې په برمل، سروبي، ارګون، وړممۍ او نورو سیمو کې هم پراخې دښتې شته، چې که اوبیزې شي نو پکتیکا به په یو کرنیز ولایت بدل شي.

د پکتیکا والي زیاته کړه، یاد ولایت داسې دښتې لري چې لسګونه کیلومتره اوږدوالۍ لري، خو تر اوسه شاړې دي او خلکو او حکومت ته ورڅخه د حاصلاتو په برخه کېګټه نه رسیږي.

د پکتیکا ولایت د ګومل فرعي دریايي حوزې رییس محمداصف هوتک د سربند د یادې پروژې په باب وویل، د رود دواړو خواوو ته کانالونه دي، چې پنځلس کلیومتره اوږدوالۍ ولري.

د ده په وینا چې د دې پروژې یو او بل لوري کې سړکونه هم شته، چې له کبله به يې دا سیمه سیاحتي ارزښت پیدا کړي.

بل لوري ته د خواجه خېلو اوسیدونکي هم وايي، چې د دې سربند جوړول د دوی یوه مهمه اړتیا وه.

دوی زیاتوله، ځايي خلک ورسره د دې پروژې د پلي کیدو په ټول بهیر کې مرسته کوي، خو غوښتنه يې له ولایتي ادارې او ودانیز شرکت دادی، چې د دې پروژې کیفیت ته دې زیاته پاملرنه وکړي.

دا پداسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د یو کرنیز فارم د جوړولو چارې هم پیل شوې، چې په یاد فارم کې به میوه لرونکي او زینتي نیالګي روزل کیږي او بیا به يې پر بزګرانو ویشي.

په یاد کرنیز فارم کې د بزګرانو او محصلانو لپاره د عملي زده کړو په خاطر د نمایشي قطعو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG