د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر هند ته ورسېد


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن(چارشنبه) له غرمې مخکې د هند پلازمېنې نوې ډېلي ته ورسېد.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې غني به د هند له وزیر اعظم نرېندرا مودي سره وګوري.

په بیان کې راغلي چې ولسمشر به تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار په خپل ټویټر لیکلي چې ولسمشر غني ډېلي ته ورسېد او په نوې ډېلي کې یې د ښاري پراختیا د وزیر لخوا تود هرکلی وشو.

کمار لیکلي چې د افغانستان او هند ستراتېژيکه ملګرتیا ورځ تر بلې د غښتلې کېدو په حال کې ده.

تمه ده افغان ولسمشر به د هند له وزیر اعظم او نورو چارواکو سره د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتولو او همدارنګه د تجارتي او ټرانسپورتي اړیکو پر پراختیا وغږېږي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل، د دواړو لورو ترمنځ بحثونه به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا متمرکز وي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"ولسمشر په دې یو ورځني سفر کې د هند له وزیر اعظم سره ګوري.له افغانستان سره په تجارتي او ټرانزیتي اړیکو او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت پر لارو چارو به خبرې اترې وکړي. همدارنګه د افغانستان د ټرانسپورت په دوامداره پراختیا کې د هند د ظرفیتونو په اړه به هم خبرې وشي. په‌دې برخه کې د هند تجربې زموږ لپاره ګټورې دي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

ځینو هندي رسنیو ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني به نن چهارشنبه غرمه مهال د هند له وزیر اعظم نرېندرا مودي سره وګوري او د امنیتي او سیاسي مسئلو سربېره به دواړه د چابهار بندر د پروژې په اړه هم خبرې وکړي.

هند د ایران د چابهار بندر له لارې غواړي افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي او دې هېواد د همدې هدف لپاره په چابهار بندر کې پانګونه کړې.

هندي رسنۍ وايي، د افغانستان او هند د مشرانو له نننۍ غونډې ډېرې هیلې کېدای شي، ځکه دواړه هېوادونه خپلو کې نږدې اړیکې او ډېر مشترکات لري.

هند او افغانستان دواړه ګاونډی پاکستان ملامتوي چې پر خپله خاوره د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات نه‌کوي چې په هند او افغانستان کې په بریدونو او نا امنیو کې لاس لري.

​په نوې ډهلي کې سرچینو ویلي، دواړه هېوادونه ښايي د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو په شمول خپلو کې هغه پراختیايي، تجارتي او امنیتي پروژې هم وڅېړي چې د دواړو لپاره مهمې دي.

هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او غواړي نورې هغه پروژې هم معلومې کړي چې کابل په‌کې د نوې ډهلي همکارۍ ته اړتیا لري.

هند په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې او په دې هېواد کې یې د پارلېمان د ودانۍ په شمول، د سلما بند په څېر لویې پروژې تمویل کړې دي.

همدارنګه د ایران د چابهار بندر له لارې له سمندر سره د افغانستان وصلول هم هغه څه دي چې هند په‌کې پانګونه کړې.

د افغانستان د پارلمان ودانۍ
د افغانستان د پارلمان ودانۍ

اوس نوې ډهلي هوکړه کړې چې د شاه توت بند په پروژه، د کابل لپاره د څښاک د اوبو په پروژه، د چارېکار ښار ته د اوبو رسولو او له پخو سړکونو سره د بامیان د بند امیر د سړک په وصلولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

هند په مجموعي ډول غواړي د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۱۶ پروژې عملي او تمویل کړي.

د افغان ولسمشر او د هند د وزیر اعظم نننۍ خبرې اترې د دې پروژو د کار په چټکتیا کې مهمې ګڼل کېږي.

هندوستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې.

چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د هند د وزیر اعظم د هغې بلنې له مخې سفر کوي چې تېره اوونۍ په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر وجی ګاخالي کابل ته د سفر پر مهال ولسمشر غني ته سپارلې وه.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به د چهارشنبې د ورځې په ماښام د هندي چارواکو سره تر لیدنو کتنو او د یو لړ اسنادو تر لاسلیک وروسته بېرته کابل ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG