د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان سريلنکا ته شکست ورکړ


د افغان لوبډلې لوبغاړي
د افغان لوبډلې لوبغاړي

افغانستان د ايشيا کرکټ کپ په پنځوس اووريزو سياليوو کې سريلنکا ته په ۹۱ منډو ماتې ورکړه.

په ابوظبۍ کې د ستمبر په ۱۷مه شوې دې لوبه کې لومړی افغان لوبډلې بېټينګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو يې ۲۴۹ منډې جوړې کړي.

رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۷۲منډې وکړي. هغه د لوبې غوره لوبغاړی شو او د يوې ټرافۍ تر څنګ يې پنځه زره ډالر انعام واخيست. احسان الله ۴۵ او حشمت شهيدي ۳۷ منډې وکړي. د سريلنکا له خوا تيسارا پرېرا پنځه ويکټې واخيستې.

د سريلنکا ټول لوبغاړي په دوه څلويښتم اوور کې د ۱۵۸ منډو په جوړولو اوټ شول. د افغانستان له خوا مجيب ځدراڼ، ارشد خان، محمد نبي او ګلبدين نايب دوه دوه ويکټې واخيستې.

د ستمبر په ۱۵مه پېلو شوو دې سياليوو کې لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلې او سريلنکا بايللې وه. پاکستان په دوهمه لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه. د دې ټورنمنټ بله لوبډله هندوستان ده چې د ستمبر په اتلسمه به د هانګ کانګ په وړاندې لوبېږي.

XS
SM
MD
LG