د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر: اپوزيشن ګوندونه دې د مسلو په حل کې مرسته وکړي


عارف علوي
عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په داسې حال کې قامي اسمبلۍ ته خپله لومړۍ وېنا وکړه چې د اپوزيشن مسلم لېګ (ن) غړي د احتجاج په ډول ووتل.

د حکمران ګوند تحريک انصاف دغه غړي، د ستمبر په ۱۷مه کړې دې وېنا کې ټينګار وکړ چې د ټول پاکستان يو شان ولسمشر دی او د حکومت چلولو لپاره به د ټولو ګوندونو سره په شريکه کار کوي.

علوي وويل چې پر پاکستان ډېر قرضونه دي نو اپوزيشن ګوندونو دې حکومت ته خنډونو جوړولو پر ځای ورسره د مشکلاتو په حلولو کې مرسته وکړي. ((د درغليوو په کنټرولولو کې چې څومره پاک نظام ضروري دی همغومره بايد د حساب ورکوونې لپاره موجودې ادارې دومره قوي کړل شي چې بغېر له وېرې او فرق څخه خپل کار پرمخ يوسي. موږ بايد ياد وساتو چې موږ قرضداره قوم يو.))

موږ د پرمختيايي کارونو سربېره د قرض خلاصولو لپاره هم نور قرض اخیستو ته اړ يو. پر موږ داخلي او بهرني پورونه تر خطرناک حده زيات شوي چې پام ورته پکار دی.
ولسمشر عارف علوي

تر دې مخکې وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره سرکاري خرچې او پروټوکولونه کموي. ولسمشر علوي که څه هم پارليمان ته په خپل لومړي تقرير کې له سياسي ګوندونو څخه د عمران خان د دغه کار ملاتړ وغوښت خو پر نوموړي د ګڼو ګاډو په کاروان کې د سفر له کبله په ټولنيزو مطبوعاتو کې نيوکې شوې دي.

عارف علوي چې د تعليم په لحاظ د غاښونو ډاکټر دی او په وېنا یې له شپږويشت کلونو راهيسې په سياست کې فعاله دی، پارليمان کې سياسي ګوندونو ته وويل چې نوي حکومت ته يو بل لوی چېلنج د اوبو کمی پوره کول دي. ((پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېر شوی چې د اوبو د کمي سره مخ دی. دلته د زمکې لاندې اوبه په بې حده ډېر ډول کارېږي. له دې کبله تر زمکې لاندې اوبو کچه خطرناک حد ته رسېدلې ده. موږ بايد د ونو کر ته پام واړاوو او نوې ډېمونه بايد جوړ کړو. د ډېمونو جوړول زموږ د حکومت په لومړيتوبونو کې شامل دي.))

د يادونې ده چې د تحريک انصاف حکومت د ډېمونو جوړولو لپاره له خلکو چندې غوښتې دي. اپوزيشن ګوندونه له دغه کاره او د ولسمشر عارف علوي له لومړي تقريره خوشاله نه وو. په پارليمان کې د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مولانا اسد محمود مشال راډيو ته د ستمبر په ۱۷مه وويل چې په چندو ډېمونه نه جوړېږي. ((حکومت د پرېکړو واک نه لري نو ولسمشر به يې څه ولري. دوی به څه داسې فېصلې وکړي چې خلکو ته به يې خېر ورسي.))

د يادونې ده چې د جولای په پنځه ويشتمه شوو ټاکنو کې پاکستان تحريک انصاف تر ټولو ډېرې رایې ويوړي. د دې ګوند ډاکټر عارف علوي د ستمبر په نهمه تر هغې وروسته د پاکستان د ديارلسم ولسمشر په توګه د خپلې دندې سوګند پورته کړ چې د پيپلز ګوند اعتزاز احسن او ځينو اپوزيشن ګوندونو مشترک کانديد مولانا فضل الرحمان ته د ولسمشرۍ ټاکنو په سيالۍ کې ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG