د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ښوونکي دې خپل ماشومان سرکاري سکولونو ته واستوي"


د پېښور د سرکاري سکولونو زده کوونکي
د پېښور د سرکاري سکولونو زده کوونکي

پېښور ـ د تعلیم په چارو کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار ضیاالله بنګش وايي پر یوې نوې طرحې کار کوي چې ترمخې به یې په سرکاري مکتبونو کې موظف ښوونکي هم اړ وي چې خپل ماشومان په حکومتي سکولونو کې شامل کړي.

ضیاالله بنګش وايي دوی دا کار د تعلیم د معیار د ښه کولو په موخه ترسره کوي او همدا خبره د تحریک انصاف د حکومت د لومړیو سلو ورځو په منصوبه کې هم شامله ده.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، په سرکاري ښوونځیو کې ښوونکي به له دې وروسته اجازه و نه لري چې خپل بچي په شخصي ښوونځیو کې شامل کړي.

ده وویل چې له دې ګام سره به نه یواځې د سرکاري سکولونو معیار ښه شي بلکې په سرکاري سکولونو به د کورنیو اعتماد هم سېوا شي. ده زیاته کړه :

((د خپلې صوبې تعلیمي معیار ښه کول غواړم او د تعلیم نظام ښه کول غواړم. څومره چې د سرکاري سکولونو استادان دي هغوی به خپل بچي د پرایوېټ سکولونو نه اوباسي او سرکاري ته به یې راولي. که یو استاد سره خپل بچي په سکول کې وي نو تاسو خپله سوچ وکړئ چې هغه به د خپلو بچو لپاره د نورو په ماشومانو هم خیال کوي او که نه؟))

د نوموړي په وینا چې کوم استادان د دې خلاف ورزي کوي د هغوی پرضد به کاروایي کېږي.

د خېبر پښتونخوا استادانو د حکومت د دې اقدام هرکلی کړی خو ورسره دا هم وایي چې په ټولنه کې هر څوک دا حق لري چې خپل ماشومان د سبق لپاره هلته ولېږي چېرته چې یې زړه غواړي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو د اتحادیې مشر عزیز الله وویل، د اتیا فیصدو استادانو بچي په سرکاري سکولونو کې سبقونه وایي.

دی وايي باید چې دا فېصله په ټولو سرکاري افسرانو و ومنل شي. د نوموړي په وینا که د سرکاري سکولونو د استادانو بچي حکومتي سکولونو کې زده کړې وکړي نو کیدای شي چې د سکولونو معیار ورسره ښه شي.

ده وړاندې وویل:

((که یو کور کې درې وروڼه وي، د دوو بچي پرایوېټ سکولونو ته ځي او د یو سرکاري ته نو دې نه به کور کې مسئلې جوړیږي. دا ټولنه ده او هر سړي ته پکې دا حق حاصل دی چې خپل بچي پخپله خوښه په سکولونو کې دا خل کړي.))

د خېبر پښتونخوا د ښوونکیو د ادرې سره تړلی یو بل تن سالار اسلام په دې نظر دی چې حکومت له په دې لړ سلا مشورې کول پکار دي.

دې وایي د حکومت یوه ښه فېصله ده خو دې سره سره د سکولونو نورو معاملو ته هم پاملرنه پکار ده.

هغه وړاندې وویل:

((ایا زه په دې ماحول کې خپل بچی په سرکاري سکول کې داخولی شم چې په هغې کې ماسره دا اختیار هم نه شته چې زما په یو ټولګي کې د زده کونکو شمېر له څلویښتو نه زیاتېږي. دا شان د ناکامولو پالیسي هم نه شته نو دا راته ووایئ چې د سکولونو نظام به موږ په څه ښه کوو؟ یواځې په دې چې یو استاد دې خپل بچي سکول ته راولي که په دې ممکنه وي نو موږ د دې هر کلی کوو او انکار به نه کوو.))

د تعلیم د ودې لپاره په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف تېر حکومت د استادانو د قابلیت د سېوا کولو او د زده کونکیو د شمېر د سېوا کولو لپاره ګڼ اقدامات کړي وو خو دې سره سره دا تنقید پرې هم کېږي چې د سکولونو د ودانیو د لویولو لپاره حکومت توجه نه کوي.​

XS
SM
MD
LG