پراګ ـ د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي د هغه تلویزوني اعلان په خپرولو یې بندېز لګولی چې پکې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین انځور هم ښودل شوی دی.
نوموړي د سېپټمبر پر ۱۵مه، د ټوېټر پیغام له لارې ویلي، کله چې د دوی پام د اعلان د موادو په لوري واړول شو نو فورا یې د دغه اعلان په خپرولو بندېز ولګولو.
په دغه ۲۹ سېکنډه ویډیويي اعلان کې، د پنجاب صوبايي حکومت، له خلکو غوښتنه کوي چې د محرم د میاشتې په مناسبت دې هغه خلک حکومت ته په ګوته کړي چې مشکوکه وي، نفرت خوروي، پر دیوالونو شعارونه لیکي او یا هم د لاسپیکر غلط استعمال کوي.
په ویډیو کې د منظور پښتین انځور هغه مهال ښودل شوی چې پکې د اعلان ویاند د نفرت خورونکیو ذکر کوي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت له خوا دغه اشتهار د خالي په ورځ د پاکستان د سرکاري ټیلیویژن په ګډون پر اکثرو شخصي ټیلیویژنونو هم خپور شو.
پر ټولنیزو رسنیو د دې اعلان خلاف د پښتنو مدني فعالانو، سیاستوالو او عامو خلکو غبرګون وروسته له هغې راوپارېدلو چې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ یې پرضد سخت عکس العمل ښکاره کړ.
محسن داوړ د سېپټمبر پر ۱۵مه په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلي، د پنجاب حکومت لخوا د دې اعلان په خپرولو یې ټکان خوړلی. نوموړي پوښتنه راپورته کړې، ایا د پنجاب د حکومت په نظر کې هغه پښتون هم ترهګر دی چې پخپله د ترهګرۍ ښکار وي او د عدم تشدد لاره یې خپله کړې وي؟ داوړ وايي، دا نژادي توپیرپالنه ده.
پر ټولنیزو رسنیو نورو پښتنو مشرانو او عامو خلکو هم د پنجاب د حکومت د دې اعلان خپرول غندلي خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر له خلکو غوښتي چې دا اعلان دې نور نه خپروي.