د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د قریشي له سفره د اړیکو د ښه والي هېلې


قریشي د کابل سفر کې د ګڼو افغان چارواکو سره ملاقاتونه کړي.
قریشي د کابل سفر کې د ګڼو افغان چارواکو سره ملاقاتونه کړي.

پراګ ـ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته وکړل.

په دغو ملاقاتونو کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه وشول.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټمبر پر ۱۴ مه، په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د خارجه پالیسۍ په اړه د پوځي او حکومتي چارواکو یوه غونډه وشوه چې پکې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم ګډون وکړو.

له وزیراعظم هاوس نه په جاري شوي بیان کې راغلي چې په دې غونډه کې له ځینو دوست هېوادونو سره د تعلقاتو د ښه کولو او د امنیت په حواله خبرې اترې وشوې.

په پېښور پوهنتون کې د سېمه ییزو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، دا ویل به سم نه وي چې ګینې د افغانستان په اړه د پاکستان خارجه پالیسي په مکمله توګه د دې هېواد ملکي حکومتجوړوي.

)) زمونږ د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي چې کله حلف واخیست نو ویې ویل چې اوس به خارجه پالیسي د خارجه چارو په وزارت کې جوړیږي خو څو ورځې پس یې وویل چې دا خو د امریکا په خارجه پالیسۍ کې هم د هغه هېواد دفاع وزارت او سي آيي ای رول لري نو مونږ به هم له پوځ سره په سلا مشوره خارجه پالیسي جوړوو. نو ملکي حکومت هم څه نا کردار لوبوي خو په دې کې د پوځ رول ډیر مهم وي.))

ډاکټر سرفراز خان زیاتوي چې په پاکستان کې د امریکا، افغانستان او هند په اړه پالیسۍ کې د دې هېوادامنیتي ادارې بنیادي کردار لوبوي.

دا راز د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک چې د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو ژور نظر لري، وايي له امریکا سره د پاکستان په تعلقاتو کې د کړکېچ اصلي لامل افغانستان دی او د افغانستان په اړه پالیسۍ کې پوځ مهم رول لوبوي تر څو چې په دې کې بدلون نه وي راغلی د دې هېواد د حکومتي چارواکو کابل ته سفرونه به خاص نتیجې ورنکړي:

(( زمونږ تجربه دا وايي چې د پاکستان دملکي حکومت اعلا چارواکو وړاندې هم افغانستان ته تګ راتګ کړی. د دې هېواد وزیراعظمان او ولسمشران هم کابل ته تللي راغلي دي خو هغې ګټه نه ده کړې. د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسۍ کې د دې هېواد امنیتي ادارې مرکزي رول لري او چې تر څو هغوی خپله پالیسي نه وي بدله کړې نو ملکي حکومت پکې خاص بدلون نشي راوستلی.))

خو د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېشن مرستیال محمد عثمان رحماني په دې هکله د سېپټمبر پر ۱۵مه مشال رېډیوته وویل، د کابل او د اسلام اباد د نوي حکومت تر مېنځ د خبرو اترو د تازه باب په پرانیستل کېدو اود پاکستان، او امریکا دریځونو ته په کتو سره تمه ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلي اړیکې بېرته روغې شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG