د ترکي بېلا بېل پوهنتونونه پاکستاني ځوانانو ته هر کال وړیا د اعلا تعلیم موقعې ورکوي چې پکې ماسټري او پي ایچ ډي تر ټولو غوره ګڼل کیږي.
په دغو سکالرشپونو ترلاسه کولو کې بریالي شوي د خېبر پښتونخوا ځوانان وايي په دې کې یې د فیسونو نه علاوه د استوګنې پورې ټول لګښتونه پوره کیږي.
دا وظیفې څنګه ترلاسه کولی شئ؟ په دې هکله تفصیل په لاندیني لنک واورئ:
-
منور شاه
منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.