نوموړي دا څرګندونې د ستمبر پر ۱۵مه په لاهور کې د اوبو په اړه د یوې مقدمې د اوریدنې پرمهال کړي دي.
د آیین او قانون پوهان وايی که په دغه ارټیکل یا دفعه کې څوک مجرم وګرځول شي نو ورته د پهانسۍ یا عمر قید سزا کیدای شي.
د پېښور هايي کورټ بار ایسوسي اېشن مشر ارباب عثمان مشال راډیو ته وویل په ځینو ډېمونو د بعضو خلکو تحفظات وي خو پر هغوي د غدارۍ مقدمه چلول عجیبه خبره ده.
ده وویل ، “ موږ د چیف جسټس صاحب پر نیت شک نه کوو چې له هېواد سره ډيره مینه لري او د دې پرمختګ لپاره څه کول غواړي خو پر خلکو د اختلاف رایې په نتیجه کې د غدارۍ مقدمه زما د عقل نه بهر ده.”
ارباب عثمان وویل ، “ څوک هم د ډېمونو مخالفت نه کوي خو په هغې کې سیاسي مشکلاتو باندې به خبرې کیږي.”
د ارباب عثمان په وینا ، اوس خلک دا وايي چې چیف جسټس صاحب دې د عدلیې معاملاتو ته توجو ورکړي او ډېمونه جوړول د حکومت کار دی پکار ده چې له هغوي هم وخت په وخت پوښتنه کوي.
نوموړي وویل ، دی فکر کوي چې دا هېواد به هله پرمختګ کوي چې پکې مقننه، عدلیه او انتظامیه په خپلو حدونو کې کار شروع کړي.
ارباب عثمان زیاته کړه چې د عوام تر څنګ پر وکیلانو او ججانو هم د عدلیې احترام لازم دی او په دا شان څرګندونو د عدلیې عزت ته زیان رسي، پکار ده چې له دې ډډه وکړل شي.
بلخوا په پاکستان کې د انساني حقونو د خپلواکه کمېشن یو چارواکی شیر محمد خان وايي په دې ډول مسایلو د عوامو اختلاف رایې بنیادي انساني حق وي چې هیڅوک یې ترې نشي محرومه کولای.
شیر محمد خان وویل ، “ د دې هېواد د هرې یوې ادارې مشر له خپل دایره اختیاره وځي او دا فکر لري چې دی کوم سوچ کوي دا سم او د نورو خلکو سوچ نا سم دی.”
د شیر محمد خان په وینا ،اوس په ځینو ځایونو کې پر ډېمونو جوړولو ځینو صوبو ته خطر پېښيږي نو دا د هغوي حق دی چې د خپلو اندیښنو اظهار وکړي.
ده وویل ، دوي نه پوهېږي چې چیف چسټس په کومه جذبه دا خبره کړې خو دی د یو وکیل او شهري په حېث له دې سره بلکل اتفاق نه کوي ځکه چې د ده په وینا د دې هیڅ جواز نشته.
په داسې حال کې چې بېلا بېلا سروې ګانې په پاکستان کې په مستقبل کې د اوبو د کمښت وړاند وینې کوي، د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار د ډېمونو جوړولو لپاره ځانګړی فنډ جوړ کړی دی چې د وزیراعظم جوړیدو وروسته عمران خان هم له دغې سره یو ځای حکومتي فنډ قایم کړ چې پکې له خلکو د چندو جمع کولو غوښتنې شوې دي.
قانون پوهان په هېواد کې د ډېمونو جوړولو حمایت کوي خو په دې کې د عوامو د اختلاف رایې په نتیجه کې د غدارۍ د مقدمووینا بې ځایه او بې معنا بولي.