د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: پاکستان پر بهرنیو پورونو هره ورځ شپږ اربه روپۍ سود ورکوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان د قرضو په جال کې داسې نښتی دی چې هره ورځ له بهره پر اخستل شویو پورونو شپږ اربه روپۍ سود ورکوي.

عمران خان دا څرګندونې د سپټمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان سرکاري ملازمینو ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې له حکومت سره د نظام چلولو لپاره فنډونه نشته او له بهره اخیستل شوې قرضې پر داسې پروژو خرڅ شوې دي چې په تاوان کې روانې دي.

عمران خان وویل، “ تاسو بس پر دې فکر وکړئ چې پر پاکستان پور په تیرو لسو کلونو کې له شپږزره اربه روپیو ۳۰ زره اربه روپیو ته رسیدلی دی د کوم له کبله پاکستان هره ورځ شپږ اربه روپۍ سود ورکوي. “

عمران خان وویل ، “ د دې مطاب دا دی چې موږ ترڅو د قرضو قسطونه ورکوو او د ملک دفاعي ضرورتونه پوره کوو نو بیا د پرمختیايي کارونو لپاره نورې قرضې اخلو.”

عمران خان زیاته کړه چې تر ټولو لویه ستونزه درغلۍ دي او له احتسابه پرته هیواد پر مخ نه شي تلای.

د اقتصادي او سیاسي چارو ځيني پوهان وايي په پاکستان کې د ناسمو پالیسیو له کبله امنیت خراب دی او په داسې حال کې څوک دلته سرمایه کارۍ ته زړه نه ښه کوي.

د دوي په وینا د پاکستان حکومت د پرمختیايي پروژو پر ځاي مالي پنګې پر امنیتي هلو ځلو لګوي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې استاد او د سیاسي چارو شنونکې ډاکټر عبدالشکور وايي ، ولس د دې لپاره عمران خان ته ووټ ورکړی وو چې د ملک مالي بحران به حل کړي خو عمران خان له هم دې ځپل شوي ولس څخه نغدې روپۍ غواړي.

نوموړي وویل چې پاکستان باید لومړی امنیت پر ځای کړي چې دلته بهرني پانګوال راشې او سرمایه کاري وکړي.

وزیراعظم عمران خان سرکاري ملازمینو ته په وینا کې دا هم وویل چې د درغلیو له منځه وړلو او نظام ښه کولو لپاره به بیوروکریسي له سیاسي لاس وهنې پاکوي.

نوموړي دا هوډ هم وکړ چې د سرمایه کارانو د راجلبولو لپاره به په حکومتي نظام کې اصلاحات عملي کوي.

XS
SM
MD
LG