د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د شاه محمود قرېشي سفر څه ګټې لرلای شي؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د روانې میاشتې پر ۱۵مه کابل ته ځي او دا په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګه وروسته د یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.

افغان حکومت په خپل هیود کې د ورستیو خونړیو پېښو تر شا پاکستان بللی او له نوي حکومته یې غوښتنه کړې چې د دوي په وینا په افغانستان کې له لاس وهنې ډډه وکړي کومه چې پاکستان نه مني.

په اسلام اباد اباد کې افغان سفارت د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، شاه محمود قرېشي د خپل افغان سیال صلاح الدین رباني په بلنه کابل ته ورځي.

مرستیال افغان سفیر زردشت شمس وویل ، د دوي غوښتنه دا ده چې پاکستان د بې ګناه افغانانو د وينې توييدنې په مخنیوي او روان تاوتريخوالي په کمولو کې خپل کردار ادا کړي.

خو په افغانستان کې جګړه او خونړي بریدونه پر دې سربېره دوام لري چې تر دې وړاندې هم افغان او پاکستانیو چارواکو لیده کاته او ژمنې سره کړې دي.

په کابل کې د سیمه ییزو چارو پوه نصرالله ستانکزی وايي ، دی فکر کوي چې افغان حکومت به هم هغه ناپوره شوې غوښتنې د شاه محمود قرېشي مخې ته ږدي.

نوموړي وویل ، “ د افغانستان مهمې غوښتنې دا دي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د وسله والو ځالې له منځه یوسي ، له افغانستان سره د ښه ګاونډي په توګه ژوند وکړي او د افغان حکومت ضد ډلو له ملاتړه لاس واخلي.”

نصرالله ستانکري زیاته کړه چې که څه هم افغان لوری داسې فکر نه کوي چې د نوي حکومت له راتګ سره دې د پاکستان په تګلاره کې بدلون راغلی وي خو د ده په وینا بیا هم دا سفر په ډېر مهم وخت کې تر سره کېږي.

ده وویل ، “ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د چین د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر وروسته ترسره کېږي نو ښايي او باید د دوي په سیاستونو کې یو څه بدلونونه راغلي وي.”

د پاکستان پخوانی ډپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکی ایاز وزیر وايي ، ده ښکاري چې شاه محمود قرېشي افغان لوري ته د ډاډ ورکولو لپاره ځي.

ایاز وزیر وویل ، “ نوي څه راته پکې نه ښکاري خو دومره به وي چې شاه محمود قرېشي به افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو ته ډاډ ورکوي چې تر څو دوي په واک کې وي نو له افغانستان سره به اړېکې ښې کوي.”

خو د ایاز وزیر په وینا د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت ته به دا اسانه نه وي چې له افغانستان سره د شاوخوا څلوېښتو کالو شخړې هوارې کړي.

ایاز وزیر وویل، “ لومړی خبره دا ده چې د دواړو غاړو نیت ښه وي او بله دا ده چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو پر ښه لور روانول دي ، چې یو ځل داسې وشي نو بیا وروسته پکې مشکل نشته.”

د یادونې وړ ده چې پاکستاني وزیراعظم عمران خان د انتخاباتو تر ګټلو وروسته په لومړۍ وینا کې ویلي وو چې له افغانستان سره به اړېکې ښې کوي.

خو د سیاسي چارو پوهان وايي ، په شاوخوا شپږو میاشتو کې به مالومه شي چې عمران خان د پاکستان په تګلارو کې تر کومه حده بدلون راولي او یا یې راوستلای شي.

XS
SM
MD
LG