د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خوست کې به د لیک لوست پروګرامونه پراخ کړو'


په خوست کې د تعلیمي پروګرامونو په اړه غونډه.
په خوست کې د تعلیمي پروګرامونو په اړه غونډه.

د خوست ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د لویانو لپاره د لیک لوست پروګرامونو ښه نتیجه ورکړې او دوی غواړي، هغو ټولو سیمو ته یاد پروګرامونه وغځوي، چې لویان يې د لیک لوست حاصلولو ته لیوالتیا ولري.

دوی یادې څرګندونې د سېشنبې په ورځ خوست کې د لیک لوست د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

د خوست د پوهنې رييس نصیراحمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې یاده اداره د سواد زده کړې د پروګرام چوکاټ کې ښځو او نارینه ته د کورنیو د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره د کسب او حرفې د زده کړو برنامې هم لري.

د خوست د پوهنې رييس د لیک لوست د زده کړو پروګرام ګټور وباله او زیاته يې کړه، چې د دې پروګرام له برکته په یو شمېر کورنیو کې ښځو او سړیو دا وړیتا پیدا کړې، چې ابتدايي لیکل او لوستل وکړي.

دی وايي، د پوهنې اداره هڅه کوي چې لویانو د لیک لوست برنامې ته پرمختیا ورکړي او په ټولو نږدې او لیرې سیمو کې هغو نارینه وو او ښځینه وو ته چې لیوالتیا ولري، د هغوی لپاره د سواد زده کړې زمینه برابره کړي.

د پوهنې د چارواکو په وینا چې دا مهال د خوست په دولسو ولسوالیو کې د سواد زده کړې یو سلو پنځوس ټولګي موجود دي، چېپدې ټولګیو کې نږدې درې نیم زره لویان زده کړې کوي، چې درېیمه برخه يې ښځې دي.

په غونډه کې یو شمېر ویناوالو د سواد زده کړې د پروګرام پر مسوولینو نیوکې وکړې، چې د دې برنامې د اغیزو او فعالیتونو په باب يې ولس ته مالومات نه دي ورکړي.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ وویل، مسوولین باید لیک لوست ته د لویانو د هڅونې لپاره خپلې لاسته راوړنې دوی سره د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې شریکې کړي.

نوموړی زیاتوي:

((خپل د سواد زده کړې بهیر رسنیز کړئ، ټولینز يې کړئ، کلیوالي يې کړئ، ولسي يې کړئ، هغه بریاوې چې تاسو يې پدې لاره کې ترلاسه کوئ، په هغه کې هغه پیغامونه ولټوئ چې د هغې له مخې ولسونه او هغه څوک چې پدې بهیر کې ګډون کوي، هغه ډېر ښه شوق او ذوق باندې ګډون په کې وکړي.))

د خوست د پوهنې ریاست مسوولین تر اوسه د سواد زده کړې د برنامې په چوکاټ کې ځينې ستونزې هم مني، خو وايي چې د دې کورسونو او ټولګیو څخه د کتنو لپاره يې د نظارت ټیمونه ګمارلي دي.

بل لوري ته د لیک لوست د یو ټولګي ښوونکی وايي، چې د دوی د زده کوونکو لیک لوست ښه شویدی.

نوموړي وویل:

((نوم مې محمدحکیم دی، په للمی کلي کې د لویانو د لیک لوست یو ټولګی لرم، دېرش تنه زده کوونکي راسره دي، چې پخوا يې زده کړې نه وې کړې، عمرونه يې له څوارلسو کلونو تر شلو کلونو پورې دی، اوس يې سویه ښه شوي او د ګوزارې والا لیک لوست کولی شي.))

له ۱۹۶۶ ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونسکو لخوا بېسوادۍ سره د مبارزې، د لویانو، ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاس رسي او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په موخه د سپټمبر ۸ مه د لیک لوست د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو بیا خوست کې دا ورځ له خپلې ټاکلې نیټې درې ورځې وروسته ولمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG