د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير کابل ته ځي


د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي

افغان چارواکي وايي کابل ته د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي سفر ته د جګړې ختمولو لپاره د هڅو په لړ کې د يو نوي ګام اخيستنې په توګه ګوري.

په اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير، زردشت شمس د ستمبر په لسمه مشال راډيو ته وويل چې شاه محمود قريشي د خپل افغان سيال صلاح الدين رباني په بلنه د ستمبر په پنځلسمه کابل ته ځي.

شمس زياته کړه چې د قريشي سره به په افغانستان کې روانې ترهګرۍ ختمولو لپاره د پاکستان پر کردار سپينې خبرې وکړي. ((پاکستان سره زموږ مهمه موضوع د امنيت مسله ده. غوښتنه مو دا ده چې دوی د بې ګناه افغانانو د وينې توييدنې ودرولو او روان تاوتريخوالي په کمولو کې خپل کردار ولوبوي.))

په تېره جولای مياشت کې د افغان او پاکستاني چارواکو له خوا د ترهګرۍ سره مبارزې او سولې لپاره د عملي کار کولو کاري کمېټې جوړې شوې وي. د شمس په وېنا د دې کمېټو د جوړولو په وخت پرېکړه شوې وه چې کومې وسله والې ډلې مذاکراتو ته نه حاضريږي، د هغوی په وړاندې به پرېکنده ګامونه اخيستل کېږي چې پاکستان تر اوسه په خپله خاوره موجودو افغان طالبانو پر ضد داسې څه نه دې کړي.

زردشت شمس
زردشت شمس

په همدې حال کې د جون په څوارلسمه د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په يو ډرون بريد کې ووژل شو. د رپورټونو ترمخه د دې کار لپاره افغان حکومت مرسته کړې وه.

زردشت شمس وايي له پاکستانه د همداسې کار تمه لري. ((د جوړو شوو کمېټو لپاره شوو لوظنامو کې راغلي وو چې دواړه خواوې به خپلې وعدې پوره کوي. زموږ حکومت خپلې وعدې پوره کړې او نورې همکارۍ ته هم تيار دی. له پاکستان څخه موږ ورته تمه لرو.))

ياده دي وې چې پاکستان همېشه خپل دا دريځ تکرار کړی چې وايي د افغانانو په ملکيت او مشرۍ سوله غواړي او د ترهګرۍ پر ضد يې ډېره قرباني ورکړي ده. بلخوا طالبان وايي تر هغه وخته پورې د سولې مذاکرتو ته نه حاضريږي تر څو چې له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو ويستلو لپاره مهالويش نه وی اعلان شوی.

شاه محمود قريشي په داسې حال کې کابل ته ځي چې د ستمبر په پنځمه د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو پاکستان ته تللی وو. هغه وروسته خبريالانو ته وويل چې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه، وزيراعظم عمران خان او بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قريشي سره خبرو کې يې ترې غوښتنه کړې وه چې طالبانو سره د مذاکراتو پېلولو لړ کې رغنده ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG