د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ ثناالله د خپل صحافتي ژوند پاڼې اړوي


دا اوونۍ په مشال مرکه کې له حافظ ثناالله سره د هغه پر ژوند او کار غږېدلي یو. نوموړی چې عمر یې له ۷۰ کلونو زیات دی، په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې فرنټییر سټار مسوول مدیر دی.

حافظ ثناالله اصلا د کواټ اوسېدونکی دی خو د ژوند ډېرې برخې یې په پېښور کې تېرې کړې دي.

نوموړي څه موده په برتانیا کې هم تېره کړې خو هلته یې زړه نه وو لګېدلی نو ځکه پېښور ته ستون شوی وو.

له برتانیې په ستنېدو نوموړي په پېښور کې د ژورنالېزم د څانګې بنسټ کښېښود.

د نوموړي په وینا په پاکستان کې د ایوب خان، یحیا خان، ذوالفقار علي بوټو او ضیا الحق د واکمنیو پر مهال پر صحافت زیات بندېزونه وو چې بیا وروسته د غلام اسحاق خان د واکمنۍ پر مهال دغه بندېزونه لرې شول.

حافظ ثنااالله وايي لسګونه کلونه یې زده کونکیو ته د صحافت وېړیا زده کړې ورکړې دي.

د دغه هر اړخیز شخصیت سره د مشال بشپړه مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

له حافظ ثنااالله سره د مشال مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG