د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عارف علوي د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه


د پاکستان نوی ولسمشر ممنون حسین

اسلام اباد ـ د پاکستان نوي ولسمشر ډاکټر عارف علوي د سېپټمبر پر نهمه د خپلې عهدې سوګند پورته کړ او په دې توګه په رسمي ډول یې د پاکستان د تاریخ د ۱۳م ولسمشر په حېث خپل کار پیل کړ.

عارف علوي ته د پاکستان د سترې محکمې چیف جسټس ثاقب نثار سوګند ورکړ او پر دې مهال وزیراعظم عمران خان، د ځمکني، بحري او هوايي ځواکونو مشران، نور اعلی چارواکي او د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیران هم موجود وو.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د کار موده تر پنځو کلونو پورې وي خو دا چې د دوی نظام پارلیماني دی نو زیات واک د وزیراعظم سره وي.

په پاکستان کې د ولسمشر د واک په اړه د پاکستان د سېنېټ پخوانی غړی او د سیاسي چارو کارپوه افتخار بابر وايي،له اتلسم اییني تر میم وروسته په ملک کې د ولسمشر واک محدود شوی دی.

نوموړی وايي، نن سبا د ولسمشر کار بس تر دې حده وي چې د وزیراعظم لخوا استول شوي د ستاویزات او د پارلېمان لخوا منظور شوي قوانین لاس لیک کړي. نوموړی زیاتوي دا چې عارف علوي د کراچۍ دی، تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق دی او یاد ګوند په مرکز، خیبر پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان کې واک په لاس کې لري نو تمه کېږي چې نوی ولسمشر به د صوبو ترمنځ د هماهنګۍ پیدا کولو لپاره کار وکړي.

تر دې وړاندې د سېپټمبر پر اتمه د پاکستان د تاریخ دولسم ولسمشر ممنون حسین د خپل صدارت موده پوره کړه او په سرکاري درناوي رخصت کړل شو. ممنون حسین د ۲۰۱۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند وو چې هغه مهال یې انتخابات ګټلي وو.

XS
SM
MD
LG