د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د مخالفو وسله والو بریدونو کې یو شمېر سرتیري وژل شوي


یو افغان سرتېری
یو افغان سرتېری

افغانستان ـ افغان چارواکي وايي په هرات او بغلان ولایتونو کې د مخالفو وسله والو لخوا په ترسره شویو بریدونو کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

په هرات ولایت کې چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې نهه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي، حمله د سېپټېمبر پر اتمې شپې ناوخته شوې چې پکې شپږ سرتېري ژوبل هم دي.

فرهاد وايي، تر برید وروسته، سخته نښته پیل شوه چې پکې۱۰ بریدکوونکي وژل شوي او پينځه نور ټپیان شول.

هرات د افغانستان له امن ولایتونو څخه دی خو په ولسوالیو کې یې کله نا کله د وسله والو مخالفینو له خوا حملې کېږي.

هلته د افغانستان بغلان ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه شل افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه ژوبل دي.

د بغلان د ولایتي شورا مشر صفدر محسني د سېپټمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دغه بریدونه په تیرو دوو ورځو کې د یادې ولسوالۍ پر شاوخوا لسو امنیتي قرارګاوو شوي دي.

که څه هم د بغلان د ولایتي شورا مشر د یو شمیر نورو امنیتي مرکزونو د محاصرې خبره کوي او وایې که بیړنۍ مرستي ور ونه رسیږي هغه به هم د طالبانو لاس ته ورشي خو د ډېرو هڅو سره سره د بغلان حکومتي او امنیتي چارواکو تراوسه رسما په دې اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG