د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نثار محمد خان لیکنې باید په کتابي بڼه خوندي شي'


د پښتو ژبې وتلی لیکوال نثار محمد خان
د پښتو ژبې وتلی لیکوال نثار محمد خان

نثار محمد خان د صوابۍ په شاه منصور کې زېږېدلې وو خو د ژوند زیاته برخه يې په پېښور کې تېره کړې وه.

نوموړي له کراچۍ راډیو خپل مسلکي ژوند پیل کړی وو او د پېښور مردان او مظفر اباد په ګډون یې د ملک په مختلفو برخو کې د سټېشن ډایریکټر په توګه دنده ترسره کړې وه.

نثار محمد خان نه یوازې یو ښه راډیو ډایرېکټر وو بلکې نوموړي د پښتو ډرامې او فلمي مکالمې هم لیکلي او پخپله يې د اوربل په ګډون د پښتو په ځینو فلمونو کې ادا کاري هم کړې.

نثار محمد خان ته په موسیقۍ هم پوهېدلو وو او په سپین تمبل نومی کتاب کې یې د موسیقۍ او موسیقارانو په اړه مالومات راټول کړي دا راز يې د حضرت بلال رض د ژوند په اړه لیکل شوی کتاب ژباړلی دی.

د پښتو ژبې شاعره او په راډیو کې کارکونکې صدا کاره ثمینه قادر وايي، نثار محمد خان له خپلو کشرانو سره ډېر شفیق وو او دوی ته به يې تل ښودنه کوله.

نوموړې وايي، هغه یو دروند پښتون وو او ډېر نرم مزاجه و او تل به يې په خله مسکا وه او خله به يې د خندا ډکه وه او ما چیرته هم هغه پرېشانه نه وو لیدلې او له هر چا سره د هغه رویه داسې وه لکه چې دا د هغه د خپلې کورنۍ بنیادم دی او دا به زه ووایم چې دا کوم هنرمندان به راتلل له دوی سره به يې ډېره مینه او لاس کولو.

نوموړی وايي، د نثار محمد خان غوندې سړی به بل پیدا نه شي.

له راډیو سره تړلیو خلکو او لیکوالانو وینا ده باید چې د نوموړي د پښتو ژبې، راډیو او کلتور لپاره کړي خدماتو ته کتابي بڼه ورکړل شي چې دا رنګ راتلونکې نسل له دې علمه ګټه پورته کړي.

د پښتو ژبې وتلی لیکوال او خبریال نثار محمد خان په خپله پلرنۍ هدیره د صوابۍ په شاه منصور کې خاورو ته وسپارل شو.

د راډیو پاکستان پخوانی ډایریکټر لیکوال او په کلتور پوه نثار محمد خان د اوږدې ناروغۍ وروسته د سپټمبر پر شپږمه ماښام په پېښور کې له دې دنیا سترګې پټې کړې او د جمعې په ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته د صوابۍ په شاه منصور کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په جنازه کې د ادب او فن سربیره نورو یوشمېر خلکو ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG