د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: اروپايي هېوادونه دې د اټومي لوظنامې درناوی وکړي

په ایران کې د یورانیم د غني کولو پلان ښودل شوی.
په ایران کې د یورانیم د غني کولو پلان ښودل شوی.

ایران خبرداری ورکړی که چیرې روسیه ، چین او اروپايي هېوادونه هم د امریکا په شان د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې درناوي نه کوي نو خپل اټومي پروګرام به بیا له سره پیل کړي.

د ایران سرکاري خبري ادارې ای ار ای بي د سپټمبر پر شپږمه د اټومي ادارې ویاند بهروز کمالوندي له خلې ویلي چې که چیرې د ملګرې هېوادونه له لوظنامې ووځي نو ایران به خپل تیرې کچې ته نه ستنېږي بلکې نورې لوړې کچې ته به ورسي.

نوموړي زیاته کړی موږ له هغه وخته ډېر لوړ حیثیت ته تلې یو کله چې موږ اټومي موافقه لاسلیک کړې وه.

هغه وویل ایران په خپلو اټومي هلو ځلو کې ډېر په قرار مخ په وړاندې روان دی.

پروسږ کال د مې په میاشت کې د امریکا لخوا د لوظنامې د وتلو وروسته د لوظنامې نورو خواو لکه بریتانیا، فرانسې ، جرمني ، چین ، روسیې او اروپايي ټولنې لوظنامې ته د ژمن پاتې کېدو هوډ ښودلې او په دې هڅه کې دي چې داسې لارې ولټوي چې ایران ته هغه اقتصادي ګټې ورسي ، د کومو چې ورسره په دغه لوظنامه کې ژمنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG