د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت د ټولو تعلیمي ادارو نصاب یو کوي


وفاقي حکومت فېصله کړې د مدرسو او سکولونو لپاره به یو رنګ نصاب جوړوي او په ټول پاکستان کې به یو شان تعليمي نظام وي او چې کوم ماشومان له سکولونو بهر دي چې هغوي بیرته سکولونو ته راولي چې دا راز دا ملک په تعليمي لحاظ سره پرمختګ وکړي.

اسلام آباد کې د شورو په مازیګر د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابینې غونډه وشو چې پکې یو شمېر فیصلې وشوې.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد حسین چودري خبري غونډې ته ویلي وزیراعظم د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود په مشرۍ یو ټاسک فورس جوړ کړی دی.

د نوموړي په خبره وزیراعظم دې کمېټۍ ته هدایات جاري کړي چې څومره هم ماشومان له سکولونو بهر دي د هغوي بیا سکولونو ته د راوستلو اقدامات وکړي او د ټول ملک په مدرسو او سکولونو کې دې د ابتدایي نصاب یو رنګ جوړولو لپاره په ترجیحي بنیادونو کار وکړي.

د فواد چودري په وینا په دې مهال وزیراعظم عمران خان په سکولونو کې جسماني سزاګانو باندې د بندېز لګولو له فیصلې سره دا هم وویل چې په ملک کې به اوس ټولو تعليمي ادارو کې یو شان نظام وي او ټولو ته به یوه تعلیمي اداره سند ورکوي.

نوموړي وویل، ( د تعلیم لپاره ټاسک فورس جوړ کړې شو او چې کوم مقصد دی د دې ټاسک فورس هغه دا دې چې کوم دوه نیم کروړه ماشومان دي له سکولونو بهر دي هغوی سکولونو ته راوستل دا یو لویه مسله ده او د دې سره سره یوه بله خبره چې کومې مدرسې دي سکولونه دي د انګرېزۍ سکولونه دي د ټولو بنیادي نصاب به یو شان جوړوي او بنیادي تعلیم به په ټولو مدرسو او سکولونو کې یو رنګ وي.)

له مشال راډیو سره خبرو کې د تعلیم لپاره کارکونکي ادارې الف اعلان یو چارواکي او د تعلیمي چارو تجزیه کار عمر اورکزۍ وویل تیرو حکومتونو هم د تعلیم د ودې لپاره دا رنګ اعلانونه کړي خو تر دې دمه يې عملي کړي نه دي نو که موجوده حکومت دا اعلانونه عملي کول غواړي نو ورله به په ملک کې تعلیمي ایمرجنسي لګول وي.

نوموړي زیاته کړه. ) دا د حکومت لپاره ډېره لویه ننګونه ده چې دوه نیم کروړه ماشومان سکولونو ته راولي او د دې لپاره به ورله د آيين ارټیکل ۴۵ ای په ټول پاکستان کې لاګو کول وي او د دې لپاره نور هم بلونه پاس شوي خو اوس د هغې د عملي کولو ضرورت دی او بیا دا دوه نیم کروړه ماشومان په سکولونو داخلول دي نو که تاسو وګورئ نو په پاکستان کې دومره تعلیمي ادارې نشته چې دا ماشومان پکې داخل کړې شي. او له دې سربیره چې کومه د مدرسو خبره کېږي نو لمړې خو دا چې موږ سره په پاکستان کې د سرکاري سکولونو او د مدرسو ډيټا نشته چې موږ سره په پاکستان کې څومره مدرسې رجسټرډ دي او څومره سکولونه دي نو لمړې به حکومت له په دې کار کول وي.)

وفاقي کابینې د ماشومانو سره د زیاتي او له دوی جبري مشقت اخستلو د بندیز لګولو هم منظوري ورکړه او فېصله وکړې شوه چې د کوڅو د ماشومانو او زنانو لپاره مرکزونه هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG