د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ننګرهار کې د داعش ډلې د مشر وژنه تایید کړه


داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان په ننګرهار کې زیات فعالیت لري
داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان په ننګرهار کې زیات فعالیت لري

پراګ - په افغانستان کې نړیوال ځواکونو د اګست پر ۲۵مه په ننګرهار کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د مشر وژنه تایید کړې.

په هغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د سېپټېمبر پر دویمه په یوه بیان کې ویلي دي چې ابو سعد اورکزی د اګست پر ۲۵مه د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی وو.

تر دې مخکې افغان چارواکو په خوږیاڼیو کې د نوموړي د وژنې خبر ورکړی وو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه چارواکي د سېپټېمبر د دویمې پر ماښام د نوم ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اورکزی په څو نومونو پېژندل کېده چې پکې یو یې ابو سعید باجوړی او بل یې ابو سعد ارهابي هم وو.

بیان د غوڅ ملاتړ ماموریت د نوي امریکايي مشر جنرال سکاټ مېلر له خولې لیکي: "امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو پر شبکو د فشار برقراره ساتلو لپاره موجود دي."

مېلر د یکشنبې پر ورځ د جنرال جان نېکلسن پر ځای د ناټو د ماموریت نوی قومندان شو.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې راغلي دي چې اورکزی په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې درېیم مشر دی چې د ۲۰۱۶ز کال د جولای له میاشت راهیسې په امریکايي بریدونو کې ووژل شو.

بیان زیاتوي، د امریکا په مشرۍ د نړۍ د ۴۱ هېوادونو د ځواکونو اېتلاف په افغانستان کې د هغه هېواد د سرتېرو له روزنې او هغوی ته د مشورو له ورکولو سره سره د ترهګرۍ پر ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG