د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له وزیر اعظم سره ولیدل


د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اګست پر۳۱مه په اسلام اباد کې له وزیر اعظم عمران خان سره لیدلي.

په دغه ملاقات کې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د ښه کولو او د سیمې په امنیتي مسلو خبرې کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپله وېب پاڼه لیکلي محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي.

په دغه خبرو کې په دوه اړخیزو اړېکو، د سیمې او افغانستان پر امنیت او د امریکا لخوا په ایران په اقتصادي بندیزونو بحث شوی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار په خپره شوې خبرپاڼه کې د اګست پر ۳۱مه ويلي دي چې جواد ظریف د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره په پنډۍ کې ملاقات وکړ او په امنيتي چارو يې خبري وکړې.

​دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای پر ۲۵مه په ټاکنو کې تر زیاتو څوکیو ګټلو یوه ورځ وروسته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي ول چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي بهتروي.

نوموړي په خبرو کې د سعودي عرب او ایران یادونه کړې وه او ویلي یې ول چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په سمولو کې د منځګړي رول لوبولو ته تیار دی.

سعودي عرب او ایران په سیمه کې پخوانۍ سیالي لري او دواړو هېوادونو د یمن په شخړه کې پر یو بل تورونه هم پورې کړې دي.

ریاض وايي، تهران په خلیج او منځني ختیځ کې د یاغیانو او ترهګرو ملاتړ کوي خو ایرانیو مشرانو دا تور په بیا بیا رد کړی.

اخوا امریکا هم پر ایران ورته تورونه پورې کړې دي او د روان (۲۰۱۸ز) کال په مې کې له اټومي هوکړې څخه تر وتلو وروسته یې پر ایران د بندیزونو د لګولو لړۍ پیل کړې.

دا هوګړه په ۲۰۱۵ز کال کې د ایران، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ شوې وه چې پکې راغلي ول چې تهران به اټومي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به ورباندې نړیوال بندیزونه نرمېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو هم د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې هند ته تر تګ مخکې د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

ظریف په مارچ کې هم پاکستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG