د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه


خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه
خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه

د خوست او وزیرستان د قومونو او قبایلو یو شمېر مشران وايي، کچیرې پښتانه او بلوڅ په خپلو کې یووالی او پیوستون پیاوړی کړي، نو پدې سیمه کې به د نورو پرمختګونو ترڅنګ نا امنۍ او شته ناخوالې ختمې شي.

دوی چې نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په پار راغونډ شوي ول، له پښتنو او بلوڅو دا هم وغوښتل چې خپل نوي نسلونه د علم په ګاڼه سمبال کړي.

هغوی زیاتوله، د پولې دواړه لورو ته زیاتره پراته پښتانه او بلوڅان د جګړو له کبله د ژوندانه له ضروري اړتیاوو بې برخې او محرومه پاتې شوي دي.

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړي قمرعلي لکڼوال مشال راډیو ته وویل:

((د پښتنو او بلوڅو لپاره فقط دا غواړم چې دوی یووالی، اتفاق او اتحاد وکړي او د علم په ګاڼه سمبال شي، تر څو په لر او بر کې پښتانه او بلوڅ چې کومو بدبختیو سره مخامخ دي، د خپلو پخوانیو دودونو له مخې کولای شو، چې ځانونه او خپل راتلونکي نسلونه وژغورو او تر څنګ پیشرفت او ترقي وکړو.))

د خوست د قومونو او سرحدونو چارو رييس بسم ګل منګل د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې د لمانځنې د موخو په باب وویل، چې غواړي پښتانه او بلوڅان په خپلو کې د پیوستون له لارې پدې سیمه کې شته ناوخوالې له منځه یوسي او تعلیم او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

په خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځې په لمانځغونډه کې د شمالي وزیرستان د بیلابیلو قومونو یو شمېر مشرانو او مخورو هم برخه اخیستې وه.

په خوست کې د وزیرستانیو قومونو د اتحاديې مشر حیات محسود وویل، چې پښتنو او بلوڅانو د ډېرو ستونزو او ناخوالو له ګاللو سره-سره لاهم له پیاوړي احساس برخمن دي.

ښاغلی محسود وايي:

((د وخت جابرانو، ظالمانو او حکمرانانو په یو او بل نوم د خپلو مادي ګټو لپاره در په در کړو، ډېر تکلیفات يې راکړل، ډېر ځورول يې راکړل، خو نن الحمدالله د ویاړ ورځ ده او موږ پدې خوښ یو چې د پښتنو د یووالي اوملي احساسات په ټوله نړۍ او هر ځای کې موجود او لوړ دي.))

په افغانستان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ چې پخوا يې پښتونستان جشن هم باله د محمدظاهر خان په شاهي، د داود خان په جمهوریت او وروسته په افغانستان کې د روس پلوه حکومت په څوارلس کلنې واکمنۍ کې په شاندارو مراسمو لمانځل کېده، خو وروسته يې لمانځل سمبولیک او مختصر شول.

قومي مشر سخي جان سرحدي په خپلو خبرو کې وویل، چې پښتنو او بلوڅانو تل په حساسو او سختو شیبو کې مشر پیدا کړی او ځانونو ته يې د ژغورنې لاره موندلې ده.

سخي جان سرحدي زیاته کړه:

((پښتانه توریالی قوم دی، خو کله چې ويښ شي او انشاالله اوس امید شته، کله چې پښتانه دې ته متوجه شوي چې ورکیږو او تباهیو سره مخامخیږو، میرویس نیکه او احمدشاه بابا مو پیدا کړی او تاسو يې نتیجه ګورئ، امان الله خان مو پیدا کړی او تاسو يې نتیجه لیدلې ده، بایزید روښان مو پیدا کړی دی، تاسو تاریخ ته مراجعه وکړئ، په لویه کې مو د نجات لاره پیدا کړې ده.))

یاده دې وي، په لومړي ځل ۶۹ کاله وړاندې یانې په ۱۳۲۸ لمریز کال کې د پخواني ټولواک محمدظاهر شاه په واکمنۍ کې په کابل کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د لر او برو پښتو او بلوڅانو قومي

مشرانو او د سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی وو، د وږې نهمه د لرو- برو پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه ونومول شوه او له هغه ورځې راورسته هر کال د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت لخوا لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG