د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال او پوځ مشر سره ولیدل


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي.

د اګست پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره ملاقاتونه کړي.

د پاکستان سرکاري راډيو د اګست پر ۳۱مه په خپله ويبپاڼه خبر ورکړي چې دواړو مشرانو په دواړه اخيزه تعلقاتو په سيمه ايزه او نړيوالو چارو تر څنګ د افغانستان په اړه تفصيلي خبري وکړي.

په دې موقع د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وویل چې له ايران سره د اړيکو لا پياوړي کولو ته اړتيا ده او دواړه هېوادونه په سختو حالاتو کې د يو بل ترڅنګ ولاړ دي.

بلخوا د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار نن په خپره شوی خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ايران بهرنيو چارو وزير د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره په پنډۍ کې ملاقات کړي او په امنيتي چارو يې خبري کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای پر ۲۵مه په ټاکنو کې تر زیاتو څوکیو ګټلو یوه ورځ وروسته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي ول چې له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي بهتروي.

نوموړي په خبرو کې د سعودي عرب او ایران یادونه کړې وه او ویلي یې ول چې اسلام اباد د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په سمولو کې د منځګړي رول لوبولو ته تیار دی.

سعودي عرب او ایران په سیمه کې پخوانۍ سیالي لري او دواړو هېوادونو د یمن په شخړه کې پر یو بل تورونه هم پورې کړې دي.

ریاض وايي، تهران په خلیج او منځني ختیځ کې د یاغیانو او ترهګرو ملاتړ کوي خو ایرانیو مشرانو دا تور په بیا بیا رد کړی.

اخوا امریکا هم پر ایران ورته تورونه پورې کړې دي او د روان (۲۰۱۸ز) کال په مې کې له اټومي موافقې څخه تر وتلو وروسته یې پر ایران د بندیزونو د لګولو لړۍ پیل کړې.

دا موافقه په ۲۰۱۵ز کال کې د ایران، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ شوې وه چې پکې راغلي ول چې تهران به اټومي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به ورباندې نړیوال بندیزونه نرمېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو هم د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې هند ته تر تګ مخکې د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

ظریف په مارچ کې هم پاکستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG