د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د خونړیو پېښو کوونکو ریښې تر کومه ځایه دي؟


د اسنادو هغه نقل چې مشال راډیو تر لاسه کړی
د اسنادو هغه نقل چې مشال راډیو تر لاسه کړی

جلال اباد - د ننګرهار ګډو امنیتي ځواکونو د جلال‎اباد ښار په درېيمه ناحيه کې اته تنه له ځانمرګو واسکټونو او مهماتو سره نیولي وو چې د ننګرهار ولایتي دفتر په وینا پنځه تنه د لومړنیو څېړنو وروسته خوشې شوي او له پاتې درېيو تنو څخه‌یې تحقیقات روان دي.

د ننګرهار والي حيات‌ الله حيات د اګست پر ۲۹مه وویل، دا کسان او چوونکي توکي د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير په دفتر کې چې د امنیت شورا مرستیال جنرال دين محمد جرات‌ يې مشري کوي نيول شوي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات
د ننګرهار والي حيات الله حيات

دی وايي: "دغه دفتر د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې دفتر وو، مشکوک وو، موږ په‎د ې اړه اطلاعات درلودل، عمليات وشول، اته تنه مشکوک کسان او ځېنې ماینونه او مهمات ونیول شول، تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته پینځه تنه چې بې‌ګناه ول، خوشې شول او درې تنه اوس هم تر تحقیقاتو لاندې دي."

خو د جنرال جرات د ګوند مرستیال، رییس دفتر او په ختیځ زون کې د ده استازی جنرال هاشم مومند بیا د ننګرهار د ولایتي ادارې معلومات بې بنسټه بولي او وايي، په کوم دفتر کې چې د ځانمرکو واسکټونه او خلک نيول شوي، هغه د دوی نه، بلکې د حاجي ادریس په نوم سوداګر په خپل سر جوړ کړی دی.

دی وايي: "د حاجي ادریس په نوم کس وو چې موږ ته‌ يې څو وارې ويلي چې ما ته مکتوب راکړئ موږ ورته ويلي چې زموږ دفتر هلته شته، تاسو لومړی زموږ عضويت واخلئ، تر اوسه هغه زموږ عضویت نه ‎دی اخیستی او دا کوم عمليات چې شوي دا د هماغه حاجي ادریس په دفتر کې نیول شوي او هغه پورې تړلي دي."

دی زیاتوي عدلي او قضايي ارګانونه دې د موضوع په اړه جدي څېړنه وکړي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د حاجي ادریس نظر هم واخلي، خو هغه سره په اړیکه نیونه کې بريالۍ نه‎ شوه.

د دې موضوع په تړاو هغه اسناد چې مشال راډيو ته رسېدلي دا ښکاره کوي چې د دې دفتر د نیونې قرارداد له حاجي ادریس سره شوی.

د اسنادو انځور
د اسنادو انځور

همداراز، د عملياتو د ترسره کېدو وروسته په‎ دې دفتر کې ځېنې داسې اسناد هم موندل شوي چې د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير دفتر پورې اړه لري.

د اسنادو انځور
د اسنادو انځور

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې په اړه د ننګرهار د خلکو تند غبرګونونه پارېدلي او داسې پوښتنې یې کړي چې د ننګرهار مسوولینو يې تر اوسه ځواب نه‎ دی ويلی.

مدني فعال انجینر راحت ګل زیارمل وايي، له ځانمرګو واسکټونو سره يو ځای له اتو نیولو شویو څخه څنګه پینځه تنه خوشې کېږي او خوشې شوي کسان څوک ول؟

زیارمل زیاتوي: "[له] ولس سره پوښتنې دا دي چې په یوه رسمي او داسې مهم دفتر کې دا مواد له کوم ځایه راوړل شوي او د څه لپاره؟ او بل کله چې امنيتي ځواکونه عمليات کوي دا خبره ولې پټه پاتې کېږي، ولې رسنیزه کېږي نه؟ کله چې خلک خبرېږي بیا ولایتي اداره اعتراف کوي او درېیم دا چې دا نیول شوي او خوشې شوي کسان ولې نه‌ ښودل کېږي، ولې افشا کېږي نه؟"

دغه عمليات شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ ګډو ځواکونو کړي ول چې موضوع همداسې پټه ساتل شوې وه، خو په ټولنیزو رسنیو کې تر معلوماتو خپرېدو وروسته په ډاګه شوه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG