افغان او ازبکستاني چارواکو هوکړه کړې چې په ۲۰۱۹م کال کې له ازبکستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه نوره برښنا هم ولیږدول شي.
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چارشنبې په ورځ مشال رادیو ته وویل، د دغې برښنا مزي به د را روان کال د اکتوبر په میاشت کې د سروې له بشپړیدو وروسته، د پلخمري له لارې تر کابله وغځېږي.
نوموړي وايي،« د ازبکستان خواته په ځینو ځایونو کې د دغې برښنا ستنې ودرول شوي دي.
ده وویل، دغه برښنا به د ترکمنستان له ۱۰۰۰ میګاواټو سره یو ځای شي او ټوله دوه زره میګاواټه برښنا به کابل او له کابله خیتځو، جنوبي، جنوب لویدیځو او مرکزي ولایتونوته ورسېږي.
توحیدي زیاته کړه اوسمهال له ازبکستانه افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برښنا واردېږي چې تړونونه یې بدلیدلی هم شي خو د نوې زرمیګاواټو برښنا هوکړه ، به دایمي وي.
د افغانستان شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان ټوله کې شاوخوا ۷۰۰۰ میګاواټوبرښنا ته اړتیا لري.
اوسمهال له ازبکستانه افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برښنا واردېږي چې تړونونه یې بدلیدلی هم شي خو د نوې زرمیګاواټو برښنا هوکړه ، به دایمي ويوحيدالله توحيدي
دغه شرکت داهم وايي، افغانستان اوس مهال د دولتي دفترونو، کورونو، فابریکو او داسې نورو تولیدي بنسټونو لپاره ۸۸ فیصده وارداتي برښنا کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې خلک د برښنا له نشتوالي شکایت کوي.
سربیره پردې د ځینو ولایتونو لکه د کندهار یو شمیر پانګوال وايي، د برښنا د نشتوالي له امله په یاد ولایت کې په سلګونو تولیدي فابریکې له کاره لویدلي دي.
د چارو پوهان د برښنا شرکت دغه اقدام ستايي خو په ټینګار سره وايي چې حکومت باید د برښنا د تولید لپاره په کور دننه امکانات برابرکړي.
د دغو پوهانو له ډلې خان ولي بشر مل مشال راډیو ته وویل، د موقتي اړتیاو د پوره کولو لپاره دا کارونه ضروري دي او افغانستان ترې فوق العاده ګټه واخلي او سربیره پردې هغه کورني بندونه چې کارونه یې پیل شوي دي.
افغانستان د برښنا د تولید له کورنیو سرچینو څخه شاوخوا ۶۰۰ میګاواټه برښنا ترلاسه کوي خو د هیواد د خلکو اړتیا وې نه شي پوره کولی.برېښنا شرکت
افغانستان اوسمهال له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا واردوي.
د برښنا شرکت داهم وايي، افغانستان د برښنا د تولید له کورنیو سرچینو څخه شاوخوا ۶۰۰ میګاواټه برښنا ترلاسه کوي خو د هیواد د خلکو اړتیا وې نه شي پوره کولی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په لومړیو کې ژمنه کړې چې په هیواد کې به د برښنا د تولید لپاره، له ۲۰ د زیاتو بندونو جوړولو ته پلانونه ترتیب او امکانات به ورته برابرکړي.
راپور خان محمد سیند.