د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز پارټي: د نوي حکومت د متضادو بیانونو په هکله اندېښمن یو


پراګ ـ د پاکستان پیپلز ګوند چارواکي وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ، په نوي حکومت کې، د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د امریکا او هند په اړه متضاد بیانونو دوی اندېښمن کړي دي.

دا څرګندونې د سېنېټ پخواني چیر مین او د پیپلز ګوند یو مشر رضا رباني د اګست په ۲۵مه خپل یو بیان کې کړي دي. په دې هکله د یاد ګوند د سېنېټ یوه پخوانۍ غړې سحر کامران وايي، تحریک انصاف له پکار دي چې مهم قامي معاملات دې په پارلیمان کې د بحث لپاره وړاندې کړي.

((زما په خیال خارجه پالیسي حادثاتي یا په رد عمل کې چلول نه دي، بلکې په دې کې اوږد مهاله اهداف په نظر کې ساتل پکار دي. په دې کې کله کله مونږ وړو وړو خبرو نه ځان ته لویه مسئله جوړه کړو. پاکستان چې دا وخت د کومو مشکلاتو سره مخامخ دی نو د دې حل د یو تن یا یواځې د حکومت د وس کار نه دی. دې لپاره په جمهوري نظام کې پارلیمان موجود وي چې پکې د ټولو په سلا مشوره یو مضبوط او ګټور موقف مخې ته راځي. نو دا کار صرف پارلیمان کولی شي.))

سحر کامران زیاته کړه، په تېر حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر د نېشتوالي له وجې وار له مخې د هېواد خارجه پالیسۍ ته ډیر زیان رسیدلی، اوس امکان لري چې د هند د سفر په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو د اسلام اباد دوره هم وکړي، نو پکار ده چې له دې موقعې ګټه پورته کړل شي.

بلخوا د واکمن تحریک انصاف سېنېټر سید شبلي فراز وايي دا د معمول خبره ده او پکار ده چې په دې وخت ضایع نه کړل شي:

((اول خو دا ده چې دا خبرې په رسمي ډول خارجه پالیسۍ په توګه نه دي شوي. عمران خان چې وزیراعظم جوړ شو او مایک پومپېو ورته د مبارکۍ لپاره ټیلیفون وکړ نو هله دا خبرې وشوې نو په دې نیوکې کول مناسب نه دي. په دې خبرو اترو کې زیاتره نیک خواهشات او پیرزونې وړاندې کول کېږي نو له دې تنازعه جوړل د وخت ضایع کول دي.))

دا راز پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي که د امریکا، پاکستان او هند ترمنځ اعتماد وای نو د مبارکۍ پیغام به دومره بحثونه نه را پارول:

((بنیادي خبره دا ده چې نیتونه سم نه دی، ګینې دا څه دومره لویه خبره نه ده. مایک پومپېو د مبارکۍ ټیلیفون کړی په هغې کې د اسلام اباد او واشنګټن دواړو موقف سم دی یعنې د مبارکۍ تر څنګ کېدی شي چې د ترهګرۍ پر ضد په جنګ کې د همکارۍ خبره هم شوي وي خو اوس چې دواړه هېوادونه په یو بل اعتماد نه کوي نو په بیانونو کې یې تضاد راځي. همداراز دهند د وزیراعظم نریندرا مودي خبره ده چې عمران خان ته یې د مبارکۍ او همکارۍ پیغام استولی نو ظاهره خبره ده چې د خپل منځي تنازعاتو لپاره پکې د خبرو اترو ذکر هم کېږي، دا د معمول خبرې دي خو چې د پاکستان او هند یو بل ته نیتونه صفا نه وي نو یو اړخ یو رنګ ورکوي او بل اړخ بل رنګ، ګینې خبره یوه ده.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د د اګست پر ۲۱مه له عمران خان ته په وزیراعظم جوړېدو مبارکي ورکړې وه او د ټیلیفون له لارې د خبرو پر مهال په پاکستان کې د ترهګرو په اړه هم خبرې وشوې خو اسلام اباد وايي په دغه ټیلیفوني خبرو کې په دې حواله هیڅ ذکر نه دی شوی.

هم دا راز د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم عمران خان ته په وزیراعظم جوړیدلو د مبارکۍ پیغام استولی وو چې په اړه یې اسلام اباد وايي پکې د مذاکراتو ذکر شته خو هند وايي دا خبره ناسمه ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG