د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرتضوي: د افغانستان په اړه د مسکو غونډه وځنډېده


شاه حسېن مرتضوي
شاه حسېن مرتضوي

افغان چارواکي وايي روس د افغانستان په اړه طالبانو سره غونډه ځنډولې ده. دا غونډه د ستمبر په څلورمه په روس کې کېدله چې د راپورونو تر مخه پکې پر طالبانو سربېره د پاکستان، ايران، چين او منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو استازو برخه اخيسته.

د افغانستان ولسمشر يو وياند شاه حسېن مرتضوي د اګست په اوه ويشتمه مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه تر هغې وروسته وشوه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روس بهرنيوو چارو وزير سرګي لاوروف سره په ټيليیفون خبرې وکړي. د نوموړي په وېنا په دغه ټیلفوني خبرو کې پرېکړه وشوه چې دا غونډه به په بل وخت کې ترسره کېږي او افغانستان او روس به یې مديريت او کوربه توب کوي.

مرتضوي زياته کړه: ((فېصله دا وشوه چې د مسکو غونډه د اوس لپاره وځنډول شي. دغه ناسته به وروسته کېږي. اغېز به يې هم ډېر وي. دا کار د دې لپاره شوی چې دواړه هېوادونه د دغسې يوې غونډې لپاره پوه تياری ولري. دواړه به ورله کار کوي. بيا به افغانستان او روس د دې غونډې کوربه توبه هم پخپله وکړي.))

طالبانو مطبوعاتو ته ويلي وو چې د مسکو غونډې لپاره يې د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ يو پلاوی غوره کړی دی. امريکا او افغان حکومت په دې غونډه کې له برخه اخيستو انکار کړی وو.

پرون د ولسمشر غني دفتر د لاوروف سره د هغه تر خبرو وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل اصلي او اساسي اصول د افغانانو په ملکیت سوله ده چې بايد په پام کې ونیول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، باید په پوره همغږۍ ورته تياری وشي.

د ولسمشر د وياند مرستيال، شاه حسېن مرتضوي په خبره د ستمبر په څلورمه پلان شوې غونډې په اړه افغان حکومت ځيني اندېښنې درلودلې او نه يې غوښتل پکې برخه واخلي. هغه زياته کړه: ((لومړۍ پرېکړه د افغانستان له نظره سمه نه وه. د سولې پروسه د افغانستان له خوا پر مخ وړل کېږي. هره غونډه چې کېږي او هر هېواد چې پکې برخه اخلي، بايد د افغان حکومت نظر پکې شامل وي. څومره چې پکې دا نظر شامل وي په همغه اندازه به يې اغې زيات وي.))

د ولسمشر غني دفتر په دې اړه په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه تیلفوني خبرو کې د روس بهرنیو چار وزیر له ولسمشر غني مننه وکړه چې د ټیلفوني مکالمې لپاره یې وخت ورکړ او زیاته یې کړه چې هغوی هم د افغانانو په مالکیت سوله غواړي او په دې برخه کې هرې موثرې همکارۍ ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG