د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان ملي امنیت کمېټۍ ویلي پر افغان خاوره یې بمباري نه ده کړې


د تاجکستان او افغانستان پوله
د تاجکستان او افغانستان پوله

پراګ - د تاجکستان د ملي امنیت کمیټۍ د اګست پر ۲۷مه هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغانستان په خاوره کې یې پر وسله والو هوايي برید کړی دی او ویلي یې دي چې تاجکستان سرحدي ځواکونو د هغو سخت دریځو افغان وسله والو پر ضد عملیات کړي چې له پولې د تاجکستان خاورې ته اوښتي ول.

انټرفیکس خبري اژانس د دې کمېټۍ د ویاند محمدالله خواجه یېف له خولې ویلي چې د اګست پر ۲۶مه یوه ډله وسله وال له پولې وراوښتي او د تاجکستان په خاوره کې له ۱۰ څخه تر ۵۰ میټره پورې مخکې تللي او د تاجکستان سرحدي سیمې فرخار ته داخل شوي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د کمیټۍ په وینا، له پولې ور اوښتو وسله والو د تاجکستان د ځنګل ساتنې پر درې کارکوونکو ډزې وکړې چې دوه تنه یې ووژل او یو یې ټپي کړ.

د تاجکستان د ملي امنیت د کمیټۍ په وینا، تر دې برید وروسته د تاجکستان سرحدي ساتونکو په سیمه کې د وراوښتو وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل.

تر دې مخکې، د اګست پر ۲۷مه د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر مشال راډیو ته وویل چې په درقد ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې چې ګومان کېږي د تاجکستان یا روسيې الوتکې به کړې وي لږه تر لږه شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او اته تنه ټپیان دي.

د اسیر په وینا، دې وسله والو غوښتل تاجکستان ته نشه يي مواد قاچاق کړي چې د هغه هېواد له پوله ساتو سره یې نښته کړې.

انټرفیکس خبري اژانس د تاجکستان د دفاع وزارت یوې سرچینې له قوله هم ویلي چې دوی د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه نه دي کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې بمبار پر هغه ځنګلي سیمه شوی چې قاچاقبران یې کاروي او د دوی وسله وال د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو سره د نښتو اجازه نه لري، نوموړي ویلي دوی پېښې پلټنه کوي.

XS
SM
MD
LG