د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د درو چارواکو استعفاګانې رد کړې، محب د ملي امنیت نوی سلاکار شو

ډاکتر حمد الله محب په امریکا کې د افغانستان سفیر وو
ډاکتر حمد الله محب په امریکا کې د افغانستان سفیر وو

کابل - په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر ډاکتر حمد الله محب د اګست پر ۲۶مه د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په توګه معرفي شو.

تر دې مخکې د اګست پر ۲۵مه، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر استعفا ومنله او محب یې نوې دندې ته ونوماوه.

د یکشنبې پر ورځ د ولسمشر له دفتره په خپرې خبرپاڼه کې د اشرف غني له خولې لیکل شوي: "د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمیم و، خو د هېواد د ملي ګټو په خاطر مې باید دغه تصمیم نیولی وای."

خبرپاڼه وايي چې ډاکتر محب په امریکا کې د "بریالي سفیر" په توګه دنده تر سره کړې.

محب په رسمي توګه د ملي امنیت د سلاکار په توګه د معرفي کېدو په غونډه کې وویل، هڅه به وکړي چې په سمه توګه خپله نوې دنده تر سره کړي.

په غونډه کې یو شمېر لوړپوړي چارواکي موجود ول.

تر دې مخکې، محب د اګست د ۲۵مې پر شپه په یوه بیان کې د ولسمشر غني مننه وکړه او لیکلي یې دي چې پر داسې مهال دا لویه دنده ورسپارل شوې چې افغانستان له بحراني حالت سره مخامخ دی او افغانان د ترهګرۍ په وېره کې ژوند کوي.

ده ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو امنیت ته به لومړیتوب ورکوي.

د محمد حنیف اتمر له لوري په یوه بیان کې چې د اګست پر ۲۵مه د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه مشال راډیو ته استولی، د هغه له خولې لیکل شوي چې له څو میاشتو راهیسې یې د سولې او امنیت د ټینګښت، د ملي اجماع، ملي یووالي، ښې حکومتولۍ، سیاسي مدیریت، ټاکنو، له سیمې او نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو د څرنګوالي په څېر پر مسلو یې د حکومت د رهبرۍ له چلند او سیاستونو سره جدي اختلاف درلود.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه

په بیان کې اتمر لیکلي، کله چې د دې اختلاف د حل لپاره تفاهم ته ونه رسېد، استعفا یې وکړه.

هلته رویټرز خبري اژانس په حکومت کې اتمر ته د یوه نېږدې چارواکي په حواله لیکلي چې نوموړی په ۲۰۱۹ز کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ پلان لري.

حنیف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی وو
حنیف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی وو

​دې لوړ رتبه حکومتي چارواکي له رویټرز سره د نوم نه ښودو په شرط خبرې کړي دي.

محمد حنیف اتمر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني له عمده ملاتړ کوونکو څخه وو.

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د خالي پر ورځ پر ټوېټر ولیکل چې د محمد حنیف اتمر استعفی د حکومت لپاره لویه خلا جوړولای شي.

خو په کابل کې د پوځي او سیاسي چارو شنونکی، محمد شفیق همدم په‎ دې اړه متفاوت نظر لري.

همدم مشال راډیو ته وویل:

"سره له ‎دې چې د خلا وېره وه، خو فکر کوم چې دا اندېښنه لرې شوې، ځکه له ځنډه پرته په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفیر، ډاکټر صاحب حمد الله محب د ملي امنیت سلاکار ټاکل شوی دی. نو فکر نه کوم چې خلا به جوړه شي او نه داسې جدي اندېښنه لرم چې دا استعفا یا برطرفي به د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي."

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

محمد حنیف اتمر د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي په حکومت کې د یوې مودې لپاره د کورنیو چارو وزیر وو.

هغه په ۲۰۱۰ز کال کې د سولې پر جرګه تر راکټي حملې وروسته، د کورنیو چارو له وزارته استعفا وکړه.

له یو بل خبر سره سم، افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۲۶مه د ملي امنیت د ریاست مشر او دوو وزیرانو استعفاګانې و نه منلې.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ته ویل شوي چې خپلو دندو او د هېواد د امنیت ښه کولو ته دوام ورکړي.

درېواړو تر اتمر وروسته استعفا ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG