د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د ټاکنو کمېشن له مخې خېمې ليرې کړل شوې


د مظاهرو تيتولو پوليس
د مظاهرو تيتولو پوليس

د کابل امنیه قومانداني وايي، د انتخاباتو د مرکزي دفتر له مخې یې د اعتراض کوونکو خېمې لېرې کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دروازې د کارکوونکو پر مخ خلاصې دي.

امنیه قوماندان جنرال داود امین د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې د ټاکنو له لېسته يو شمېر لېرې شویو نوماندانو او پلویانو يې پولیسو ته بد او رد ویلي او له دوی سره يې د خېمو د لېرې کولو پرمهال مقاومت کړی دی.

له شاوخوا دوو اوونیو وروسته د کابل پولیسو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکوونکو پرمخ پرانيستې.

د کابل امنیه قوماندان جنرال داود امین مشال راډيو ته وویل چې په کابل کې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخې ته درول شوې ټولې هغه خېمې لېرې کړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له نوملړه يو شمېر حذف شویو نوماندانو او پلویانو یې د اعتراض په ډول درولې وې.

امین وویل چې د خېمو د لېرې کولو پر مهال پولیس له لفظي او فزیکي چلند سره مخ شول چې په نتیجه کې یې درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي.

نوموړي وايي:

"بالاخره موږ هم هغه عسکري او پوځي حرکت له قانون سره سم ترسره کړ، دوی له ځانه سره کلاشینکوف، پيکا او زرې موټرې لرلې او دوی زموږ په وړاندې مقاومت وکړ، ډزې یې وکړې، خو د کابل زړورو پولیسو په خپلې ښې همغږۍ سره چې له ګارنیزون سره یې درلوده، وتوانېدل چې دوی له سیمې لېرې او خېمې یې ټولې کړي."

د کابل د امنیې قوماندان په خبره، د خېمو د لېرې کولو پرمهال د پولیسو له خوا يو شمېر داسې کسان هم نیول شوي چې د ده په خبره، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو له خوا د پیسو په بدل کې د کمېسيون مخې ته خېمو کې کېنول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي لېسته د ۳۵ نوماندانو له ايستلو وروسته، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو پلویانو په کابل او ولایتونو کې د انتخابات خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته خېمې ووهلې او دروازې یې وروتړلې.

خو د کابل امنیې قومانداني اوس وايي چې د انتخاباتو مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکونکو پر مخ خلاصې او د سیمې کنټرول په بشپړ ډول د پولیسو په واک دی.

خو د يو شمېر راپورونو له مخې، په يو شمېر ولایتونو کې لا هم د دغه کمېسيون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي چې له امله یې انتخاباتي چارې په ټپه ولاړې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد په اتو ولایتونو، له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه د معترضانو له خوا تړل شوي چې بې له شکه د دوی چارې ټکنۍ کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک رسنیو ته ویلي وو چې هېوادوال کولای شي چې مدني اعتراضونه وکړي، خو په خبره یې چې که دغه اعتراضونه د ملي بهیرونو د مخنیوي لامل ګرځي، له اعتراض کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG