د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پر مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو ډزې، یو مړ ګڼ ژوبل


شمالي وزیرستان مظاهره.
شمالي وزیرستان مظاهره.

د شمالي وزير ستان په همزوني سیمه د پوځ لخوا په ډزو د یو تن وژل او اوو نورو د ژوبل کېدو پرضد د اګست پر ۲۵مه د ميرام شاه روغتون مخې ته لسګونه کسانو احتجاجي ناسته دوام لري.

مظاهره کوونکي چې ګن پکې ځوانان وو د وژل شوی کس پر وژنې ذمه وار سرتېري ته د سزا او ټپیانو ته د معاوضه ورکولو غوښتنه کوله.

په سیمه کې د مشال خبریال وايي چې د جمعې پر ورځ دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د همزوني د خړ کلي او نورو کليو عام ولس په سیمه کې د پلټنيزو عملياتو پر مهال د نيول شویو کسانو د خوشي کولو ، د اختر پر مهال د ګرځبنديز او ولسي لادرکې شویو پرضد احتجاجي مظاهره کوله.

ويل کېږي چې دا مظاهره کوونکي د لاريون پر مهال د سیمې بېلا بېلو چيک پوستو تيريده دوی چې کله د همزونې سیمې د شنې خوړې پوستې ته ورسیده نو د پوځي سرتېرو سره د مبينه تاو تريخوالي وروسته پرې پوځ ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دا مرګ ژوبله رامنځته شوه.

دوو چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته د دې مرګ ژوبلې او احتجاج پخلې کړې خو تر دا مهال د شمالي وزيرستان پوځي او ضلعي انتظامیې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه پوره رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG