د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې هر کال د اخترونو په لمانځلو کې ښه والۍ راځي


په خوست کې د اختر لمانځل.
په خوست کې د اختر لمانځل.

د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د ښار په بیلابیلو سیمو کې د تفریح ځایونو او پارکونو جوړیدل د دې لامل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله دا اختر ډېر په خوند او خوشالۍ سره ولمانځي.

دوی زیاتوي، پخوا به د اخترونو لمانځنه یوازې درې ورځې وه، خو اوس ځوانان او خلک د شپې تر ناوخته په پارکونو او تفریح ځایونو کې ګرځي، بنډارونه جوړوي او د اخترونو لمانځنه هم څو ورځې دوام کوي.

د پنجشنبې په ورځ د خوست یو تن سیدونکی نظیف الله مفتون وویل، چې دلته د هر کال په تېریدو د اخترونو په لمانځلو کې ښه والۍ راځي، پخوا که اخترونه یوازې درې ورځې ول، خو اوس وخت کې خلک او ځوانان، ان تر لسو ورځو میله ځایونو ته ځي او په خپلو کې میلې او بنډارونه کوي.

مفتون زیاتوي، چې پدې اختر کې د خوست دمتون غونډیو په سلسله کې او د ښار په پارکونو کې د ځوانانو ډېره ګڼه ګوڼه ده.

​د ارین په نوم یو بل ځوان وايي، چې پدې اختر کې د شپې تر ناوختو په پارکونو کې وي او د نورو کلونو په پرتله يې دا ځل اختر ته ډېر تیاری نیولی دی.

د خوست یو بل تن ځوان بهار سمسور وايي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په خوست کې د اخترونو لمانځنه ځکه ښه ده، چې یو د خلکو په همکارۍ امن په کې دی او بل دا چې په ښار او اطرافو کې ډېر ښه میله ځایونه جوړ شوي دي.

بهار سمسور وايي، چې په اختر کې ځوانان د شپې ترناوخته د ښار په پارکونو کې وي او وختونه په خوشالۍ کې تیروي.

د خوست یو تن مدني فعال عابد ځدراڼ وايي، چې د خوست د اخترونو په لمانځلو کې د پخوا په پرتله دا توپیر راغلی، چې اوس د شپې هم خلک ګرځي او په میله ځایونو او پارکونو کې بنډارونه جوړوي.

د خوست یو بل اوسیدونکی محمدارغون وايي، سره لدې چې په هېواد کې ستونزې ډېرې دي، خو بیا هم خلک غواړي چې اختر ښه ولمانځي، ځکه اخترونه د دوستۍ او پخلاینې یو ښه چانس دی.

دی هم وايي، چې په خوست کې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې د ډېرو نورو سیمو په پرتله پدې ولایت کې لوی اختر ښه ولمانځل شي.

په اوس وخت کې د خوست د تڼیو د ادممد سیمه، د ځدراڼو او سټو کنډو د غرونو بیلابیلې سیمې، فارم باغ، میلمه کوټ، وزیر باغ، د متون د غونډیو سلسلې، همدارنګه په ښار کې د خوست تفریحي غونډۍ، د حکیم تڼیوال پارک، غازي ببرک خان پارک، شاهي دربار او نور پارکونه هغه ځایونه دي، چې د خوست خلک او ځوانان ورځي او هلته د اخترونو او نورو خوشالیو لمانځنه کوي.

XS
SM
MD
LG