د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او افغانستان باید خپلې مسلې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي'

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې اسلام اباد او کابل تر اوږدې مودې وروسته د خپلو چیلېنجونو د هواري لاره لټولې ده.

شاه محمود قریشي د اګست پر۲۳مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل،د افغانستان او پاکستان ولسونو ډېر مشکلات ګاللي او اوس وخت راغلی چې دواړه هېوادونه په خبرو مسلې هوارې کړي.

نوموړي وویل،پاکستان او افغانستان دواړه سره کېناستل، پر خپلو چیلېنجونو یې غور وکړ او د هغو د حل یوه لاره او مېکانېزم یې موندلی چې پینځه اړخونه او برخې لري.

نوموړي وايي، موږ به هڅه کوو چې د یو بل درناوي ته په پام، هغه پینځه لارې عملي کړو او پرمختګ وکړو.

قریشي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، له امریکا سره د سیمې پر امنیتي موضوعاتو خبرې کوي او هیله من دی چې دوه اړخیز تعلقات به ښه شي.

شاه محمود قریشي د اګست پر۲۳مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل، له خپل امریکايي سیال مایک پامپېو سره به په اسلام اباد کې د سیمې د امنیت پر چیلنجونو غږېږي.

د اګست پر ۱۹مه رسنیو خبر ورکړ چې پامپېو به د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې د هند تر سفر مخکې د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته ورځي.

قریشي وویل، اسلام اباد او واشنګټن په یوازې سر د سیمې امنیت نشي سمولای.

ده وویل، موږ به سره کېنو او پر دې به غږېږو چې هغوی باید څه وکړي او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره موږ نور څه کولای شو او په خبرو کې د دوه اړخیزه پرمختګ امکان شته.

قریشي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي مشر جنرال جان نېکلسن وویل، طالبان په پاکستان کې ازاد ګرځي او هلته یې د ژوبلو درملنه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل تېره اوونۍ دا تور بې بنسټه بللی وو چې پر غزني د طالبانو تر حملې وروسته د وسله والو مړي او ژوبل پاکستان ته وړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG