د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خلیلزاد د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په پام کې لري چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.

رویټرز او اسوشېټېډ پرېس اژانسونه د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله وایي چې د خلیلزاد ټاکنه به دا پیغام ورکړي چې متحده ایالات له طالبانو سره د خبرو او هم د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي، جدی دی.

له دې سره سره چې یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره په وروستیو کې د یوې امریکایۍ ډېپلوماټې او د طالبانو ترمنځ خبرې وشوې، یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو ومنله چې د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم د خبریالانو استول شویو پیغامونو ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ځانګړي استازي په توګه به د خلیلزاد دنده د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې او د هند او ارام بحر د سیمې ستراتیژۍ په چوکاټ کې د افغانستان د ادغام کولو پر چارو څرخي.

دا خبره څو امریکایي چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط رویټرز او اسوشېټېډ پرس اژانسونو ته کړې ده.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې دوو امریکایي چارواکو او د کانګرس یوه همکار چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپېو له دغه پلانه خبر دی ویلي چې خلیلزاد به ډېر ژر جنوبي اسیا ته سفر وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې یوکال مخکې یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې، په افغانستان کې له شویو پرمخګتونو چې هغه دې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي، خوښ نه دی.

په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور هغه څه دي چې وسله وال طالبان یې د سولې د خبرو او یوه جوړ جاړي ته د رسېدو له لاره کې یو مهم خنډ بولي.

یوه پخواني امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې ۶۷ کلن خلیلزاد د دغې دندې لپاره چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، ډېر مناسب شخص دی.

دغه کس د نوم نه ښودو په شرط ویلي، خلیلزاد د امریکا له څلورو حکومتونو سره د کارکولو یا هغوی ته د سلا او مشورې ورکولو تجربه لري، د افغانستان په لویو ژبو خبرې کوي، د دې هېواد له ټولنې او سیاستونو سره ښه بلد دی او بل داچې د افغانستان په لوی قوم پښتون پورې تړلی او له ولسمشر غني سره هم نژدې اړیکې لري.

د دغه چارواکي په وینا، پر دې نوې څوکۍ د خلیلزاد د ټاکنې لپاره د امریکا د بهرنیو چارد وزیرمایک پامپېو پرېکړه دا ښیي چې د واشنګټن اداره د سولې د پروسې په برخه کې چې هغه یوه نتیجه ورکړي، جدی دی.

خلیلزاد چې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې زېږېدل، په بیروت کې په امریکایي پوهنتون او د شېکاګو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې او د جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي، په عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه یې هم دندې ترسره کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ انتقالي ټیم د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه پرګمارلو هم غورکړی و.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې له تروریستي حملو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشرجورج بوش د یوه همکار په توګه خلیلزاد پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې په پلانولو کې مرسته کړې وه.

د هغې حملې چې د القاعده د ځپلو په برخه کې یې نتیجه تر ډېره بریالۍ وه خو د طالبانو رژیم یې هم وپرځاوه.

خلیلزاد د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کلونو پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې یې هم مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG