د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د لوی اختر لمانځنې روانې دي


په خوست کې د لوی اختر
په خوست کې د لوی اختر

خوست ـ د سې شنبې په ورځ د خوست چارواکو د یاد ولایت د مرکز اړوند د متون قوم په عیدګاه کې د لوی اختر د لمونځ د ادا کولو مخکې په خپلو ویناوو کې وویل، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا طالبانو سره په مشروط ډول د اوربند اعلان وښوده چې افغان حکومت په رښتیني توګه د جګړې د ختمولو او سولې د ټینګولو لپاره هڅې کوي.

دوی له قومي مخورو، دیني عالمانو او نورو اغېزلرونکو شخصیتونو وغوښتل چې د جګړې ښکیلې خواوې سوله ته وهڅوي او له هغوی وغواړي چې د جګړو پر ځای په خپل کور او کلي کې په عزت سره ژوند وکړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

​د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وویل، تر ټولو مهمه داده چې اول سوله د کور او کلي راپیل کړو او هغه څوک چې په خپلو خوابدي دي، له خفګانونو تېر شي او د اختر مبارکیو لپاره یو بل کورونو ته لاړ شي.

نوموړي د دولت پر وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ، چې د جګړو لاس واخلي او د اختر خوشالۍ دې خپلو دوستانو او عزیزانو سره په ګډه ولمانځي.

ښاغلي پټان زیاته کړه:

(( له هغو وروڼو چې وسلې يې په لاس دي او غواړي چې د خپل هېواد او وطنوالو په مقابل کې جګړه وکړي، مې هیله داده چې راشئ د نورو وروڼو سره یو ځای د اختر خوشالۍ ولمانځئ او د دې وطن په جوړولو کې برخه واخلئ.))

​د متون قوم عیدګاه ته د لمانځه لپاره امنیه قوماندان، د ملي امنیت رييس، یو شمېر سلاکار وزیران، د ملکي او پوځي ادارو مشران او د بیلابیلو قومونو مشران او مدني فعالان ورغلي ول.

د متون قوم خطیب هم په خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې له زړونو کرکې او رخې لیرې کړي او په خپلو کې د یووالي او دوستۍ روحیه خپله کړي.

ده د شته ستونزو د حل یوه لاره دا هم وښوده چې د خوست قومونه په دودیز ډول خپل قومي جوړښتونه پیاوړي کړي او د هغو خلکو لاس ونیسي، چې په ټوله کې ستونزې جوړوي او د خفګانونو سبب جوړیږي.

د قوم خطیب پر خلکو دا غږ هم وکړ، چې په خپلو قربانیو کې هغه کورنۍ هم هیرې نه کړي، چې کونډې او یتیمان لري او نن د نورو خلکو مرستې او مهربانۍ ته اړ شوي دي.

د یادونې وړ ده په خوست کې هم د لوی اختر د لمانځنې له پاره خلک ځني دودیز رواجونه لري، له هغه وروسته چې خلک قربانۍ وکړي نو بیا په ډله ییزه توګه جوپې، جوپې د یو بل کورنو ته د اختر مبارکیو له پاره ورځي، په دې ولایت کې اخترونو کې یو شمېر زیارتونو او میله ځایونو ته ورتګ هم له پخوا نه دود دی.

XS
SM
MD
LG