د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه


په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.
په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.

خوست ـ د افغانستان د مرکز کابل او نورو ولایتونو په څېر په خوست ولایت کې هم د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه په ولولو او جشنونو ولمانځل شوه.

د یکشنبې په ورځ په خوست کې، د افغانستان د خپلواکۍ د جشن یو شمېر ګډونوالو، مشال راډیو سره په خبرو کې پدې خواشیني څرګنده کړه، چې د هېواد له بشپړې خپلواکۍ ۹۹ کاله وروسته هم، دا هېواد په جګړو او ناخوالو کې ایسار دی او اوسیدونکي يې غریب او نورو ته محتاجه دي.

دوی له ټولو افغانانو و غوښتل چې د یو پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان د جوړولو لپاره یو لاس شي او شته ستونزو ته په ګډه حل لارې ولټوي.

په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.
په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان وايي، په دې برخه کې هغه کسان چې د هېواد سیاسي مشرتوب کوي ډېر مسوولیت لري. نوموړي زیاته کړه:

((اوس د ټولو افغانانو وجیبه داده چې له شته ستونزو څخه ځانونه خلاص کړو. سره له دې چې ازادي مو اخیستې خو متاسفانه هېواد مو په جګړو او ستونزو کې ګیر دی. موږ باید د خلاصون لارې ولټوو چې بالاخره یو پر مختللی او پر ځان بسیا افغانستان ولرو، خصوصاً مشران پدې برخه کې ډېر ستر مسوولیت لري.))

په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.
په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.

په خوست کې د خپلواکۍ د لمانځنې په مراسمو کې له مسوولینو سربیره د امنیتي ځواکونو منسوبینو او مشرانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ورزشکارانو، دیني عالمانو، د ښوونځیو زده کوونکو، د پوهنتونونو محصلانو او نورو برخه اخیستې وه.

د یادې غونډې اوله برخه د امنیتي ځواکونو او ملکي ادارو، زده کوونکو او ورزشکارانو مارش ته ځانګړې شوې وه او په دویمه برخه کې بیا یو شمېر ویناوالو د ازادۍ پر ارزښت خبرې وکړې.

په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.
په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه.

د اجراییه ریاست یو تن سلاکار داودشاه مکین زوی په هېواد کې د سیاسیونو پر اختلافونو انديښنه څرګنده کړه او ويې ویل اوسهال باید ټول بهیرونه او شخصیتونه د نظام له ټېنګښت سره مرسته وکړې، نه دا چې د ضعیفولو هڅې يې کوي.

ښاغلي مکین زوی وویل:

((استقلال ساتنه غواړي، دا په خبرو نه کیږي، عمل ته ضروروت لري. موږ اوس هم په نظام کې ستونزې او ننګونې لرو. د دې لپاره چې دا ځینې سیاسون د نظام د ټېنګښت لپاره کار وکړي، نظام ننګوي، زه له دا ډول خلکو غواړم چې راځئ د خپلو ګوندي او شخصي ګټو څخه تېر شئ او خپل افغانستان ته کار وکړئ.))

یو تن خوستی ځوان محمدالله شیرزی وايي، چې ازادي یوازې په توره نه ساتل کېږي، بلکې د ټولنې اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو ته هم اړتیا لري.

ده وویل، که ځوانان مو د خپلواکۍ ګټونکي پاچا امان الله خان په شان روحیه ولري، دې هېواد ته پرمختګ او سوله راوستلی شي:

((ځوانانو ته په کار دي، چې په هره عرصه کې د خپل هېواد ازادي وساتي. ازادي یوازې په جګړه نه ساتل کیږي، بلکې د اقتصاد او فرهنګ په برخه کې پرمختګونو ته اړتیا لري، تر څو وکولی شو د نړۍ سره سیال شو، زموږ ځوانان باید د امان الله خان غوندې روحیه ولري، تر څو هېواد مو د پرمختګ او سولې برخمن شي.))

په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه
په خوست کې د خپلواکۍ ۹۹مه کلیزه ولمانځل شوه

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې له خپلواکۍ وروسته د غازي امان الله خان د یو شمېر مترقي پلانونو او فعالیتونو یادونه کړه.

ده امان الله خان یو داسې پاچا یاد کړ، چې غوښتل یې په رښتیني مانا دا هېواد له ټولو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ناخوالو راوباسي او د پرمختللې نړۍ په قطار کې ودروي.

عبدالواحد پټان وویل:

((د هېواد د خپلواکۍ ګټلو وروسته غازي امان الله خان د هېواد ملکي او پوځي اصلاحاتو لکه د تعلیم اجبارې کول، د عامه کتابتون جوړول، د اقتصادي رغونې او د مطبوعاتو ازدۍ ته مخه کړه. د استقلال او ملالۍ لیسې جوړول يې د مهمو لاسته راوړنو څخه دي. د ده په دوره کې دولتي تاسیسات رامنځته شول، ګڼ شمېر ځوانان نورو هېوادونو ته د تحصیل په موخه ولېږل شول، د افغانستان لومړنۍ اساسي قانون چې د نظامنامې په نوم یادیده، جوړ شو.))

په خوست کې د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په ویاړ د ملي امنیتي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته تقدیرنامې او تحفې ورکړل شوې او په پای کې یو شمېر هنرمندانو ملي او حماسي ترانې زمزمه کړې او د جشن ګډونوالو اتڼونه وکړل.

XS
SM
MD
LG