د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان به رښتیا هم په پاکستان کې بدلون راولي؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

عمران خان په ۱۹۹۶م کال کې د تحریک انصاف بنیاد د هم دې لپاره یښې وو چې د ده په وینا په ملک کې نظام سم کړي او درغلۍ له منځه یوسي.

د روان کال د جولايي پر ۲۵مه د ترسره شوو عامو انتخاباتو لپاره د عمران خان د کمپاین مهم ټکي هم دا وو چې بدلون به راولي او د درغلیو مخه به نسي.

اوس وزیراعظمۍ ته د نوموړي رسېده دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دی به رښتیا هم له پخوانیو واکمنو بېل وي او که نه؟

د سیاسي چارو کارپوه سعد محمد خان وايي ، عمران خان چې ولس ته د څنګه حکومتدارۍ وعده ورکړې ده هغه عملي کول ډېر ګران دي.

سعد محمد خان وویل ، د نورو اداري اصلاحاتو ترڅنګ به په ځانګړې توګه د درغلیو ضد ګامونه پورته کوي.

نوموړي وویل، “د خلکو له ده دا تمه ده چې په ملکي نظام کې درغلۍ له منځه یوسي او په ادارو کې موجود درغلۍ کوونکو کسان لرې کړي. “

د پاکستانیو حالاتو بل شنونکی رفیع الله کاکړ وايي ، د عمران خان په وړاندې دا وخت تر ټولو لویه مسله له سختو مشکلاتو سره مخامخ پاکستانی اقتصاد دی.

ده وویل ، د دې مسلې د هواري لپاره به عمران خان د پیسو له نړیوال صندوق څخه پوره اخلي خو د ده په وینا د هغوي شرطونه داسې دي چې له کبله به یې عمران خان له ولس سره په کړو وعدو کې پاته راځي.

رفیع الله کاکړ زیاته کړه ، “د هغوي شرطونه داسې دي چې زور یې پر ولس راځي یانې ولس ته ورکړل شوي رعایتونه به ختم کېږي او پر ولس به نوي ټیکسونه راځي نو دا هغه څه دي چې د عمران خان له وعدو سره په ټکر کې دي”.

د اقتصاد تر څنګ د پاکستان بله لویه مسله د امنیت ګڼل کېږي د کوم پر سر چې یې له هند او افغانستان دواړو سره اړیکې له مودو راهسې خرابې دي.

عمران خان په انتخاباتو کې د بریا ترلاسه کولو وروسته ویلي وو چې له افغانستان او هند سره به اړیکې ښې کوي.

خو سعد محمد خان وايي ، له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې ډېر مشکل نشته خو له هند سره مسلې ډېرې اوږدې دي او د هغوي هوارول به عمران خان ته ګران وي.

ده وویل ، “که پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هڅې وکړي او په افغانستان کې هغه لاسوهنه ونه کړي د کومې تور چې افغان چارواکي لګوي یانې د هغوي دا شکایت لري کړي نو له افغانستان سره اړیکې په اسانه ښې کېدای شي او دا د پاکستان په ګټه دي.”

خو لیکوال او شنونکی رضا رومي وايي ، د افغانستان او هند په اړه تګلارې داسې دي چې عمران خان یې په خپل لاس کې نشي اخیستلای.

رضا رومي زیاته کړه چې “ دا مسلې د پاکستان له امنیت سره تړلې دي او د امنیت چارې د پاکستاني پوځ په لاس کې دي. نو د دې لپاره به دی له هغوی سره په ګډه کار کوي.”

نوموړي وویل موږ “ هیله لرو چې عمران خان به له پوځ سره ښې کاري اړیکې ولري او د اختلاف داسې حالت ته به نه ځي لکه نواز شریف چې بیا لرې کړل شي”.

د اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې عمران خان د پوځ په ملاتړ او مرسته واک ته رسېدلی دی خو عمران خان او پوځ دواړه دا تور ردوي او د جولايي د ۲۵مې عام انتخابات شفاف بولي.

XS
SM
MD
LG