د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور انتظامیه وايي ، د ډینګي ماشي مخنیوي ته یې ګامونه پورته کړي


د ډینګي ماشي ضد کمپاین پخوانی عکس
د ډینګي ماشي ضد کمپاین پخوانی عکس

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د ډینګي ماشي د وایرس خپریدو په اړه د ځېنو حساسو ضلعو لویو هسپتالونو ته هدایات جاري کړي دي.

د صحت صوبایي محکمې ویلي دي چې د پېښور په ګډون په چارسده ، مردان او اېبټ اباد کې د ډینګي ماشي وایرس موندل شوي او دې لړ کې یې حفاظتي ګامونه پورته کړي دي.

د حیات اباد مېډیکل کمپلېکس د مطبوعاتو څانګه ویلي چې هسپتال کې د ډینګي د وایرس متاثره درې ناروغان چې یو د پېښور او دوه د خېبر ضلعې دي داخل کړل شوي دي.

د یاد هسپتال ویاندې عشرت له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ډینګي وایرس متاثره ناروغانو لپاره یو وارډ بېل کړل شوی دی چې د هغوي ویړیا درملنه او د وینې تشخیص هم کېږي.

د نوموړې په وینا چې د ډینګي نه علاوه د کانګو وایرس په اړه هم حفاظتي ګامونه اخیستل شوي او بیل وارډ ورله له وړاندې جوړ کړل شوی دی.

تېر کال په پېښور کې د ډینګي وایرس له وجې شاوخوا پنځلس سوه کسان متاثره شوي و او یوازې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د دې وایرس له کبله شاوخوا ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

د پېښور مرستیال کمشنر مغیث ثنا الله وویل چې ضلعې انتظامیې د یخ موسم نه واخلې او د پشکال بارانونو نه وړاندې د ډینګي وایرس مخنیوي په اړه کېمپېنونه چلولي و کوم چې وس هم روان دي.

ده وویل، “ د پشکال بارانونو نه مخکې زموږ ډلې کور په کور تللې دي او دا هدایات یې خلکو ته کړي چې اوبه به یو ځای کې نه پرېږدئ او کوم قسمه احتیاطي ګامونه به اوچتوې چې ډینګي ماشۍ هګۍ وانه چوي”.

نوموړي زیاته کړه چې دوي نه یوازې بهر بلکې د کورونو دننه هم سپرې کړې دي او د ډینګي د ماشي پرضد دا یو روان عمل دی.

مغیث ثنا الله خپلو خبرو کې زیاته کړه چې غټ اختر راتلو سره د کانګو وایرس مخینوي لپاره یې هم حفاظتي ګامونه پورته کړي دي.

چارواکي وايي چې په مجموعي توګه د ډینګي د ماشي او کانګو وایرس په اړه د خېبر پښتونخوا ۲۰ ضلعې حساسې ګرځول شوې دي.

XS
SM
MD
LG