د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر د قامي او صوبايي اسمبلیو غونډې وربللې


ولسمشر ممنون حسین.
ولسمشر ممنون حسین.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د اګست پر ۱۳مه د قامي او صوبايي اسمبلیو غونډې وربللې دي.

د ولسمشر دفتر بېګا په یوه بیان کې ویلي چې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې به نوي منتخب استازي سوګند کوي.

تر دې وروسته به هغوی د اسمبلۍ سپیکر او د هغه مرستیال ټاکي.

امکان دی چې نوی وزیراعظم هم پر هغه ورځ وټاکل شي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له نتیجو سره سم، تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي او د حکومت جوړولو هڅې کوي.

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد ویلي دي چې هغوی درېواړو څوکیو ته خپل نوماندان دروي.

هلته د خیبر پښتونخوا د ګورنر دفتر تېر ماخوستن ویلي، د دوشنبې پر ورځ به د اسمبلۍ نوي ټاکل شوي غړي تر لوړې وروسته د د اسمبلۍ سپیکر او ښايي نوی اعلا وزیر وټاکي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په صوبه کې زیاتې څوکۍ ګټلې دي او محمود خان یې د اعلا وزارت څوکۍ ته نومولی دی.

په عین وخت کې د ګرینډ ډېموکریټېک الاینس په نوم اتحاد ویلي دي چې د وفاقي حکومت جوړولو په بهیر کې به له تحریک انصاف سره بې له شرطه مرسته کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، دا پرېکړه د اګست پر نهمه په کراچۍ کې د یاد اتحاد او تحریک انصاف لوړپوړو مشرانو په غونډه کې وشوه.

XS
SM
MD
LG