د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د موبایل سروس لا هم نه دی بحال شوی


پېښور - په کورمه کې د (پي ټي سي اېل) او موبایل سروس د بندېدو له وجې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په سیمه کې د علي شېرزیو، مسوزیو او پاړه څمکنیو سیمو له ډېرو مودې راهیسې د رابطې هېڅ اړیکي نه شته.

د علي شیرزیو عصمت الله وايي، خپل پیغام د اخیستو او ورکولو لپاره دوی پر کلومیټرو سفرونه کوي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمد هارون خان وايي، یوازې له ځمکني فون (پي ټي سي اېل) څخه استفاده کېده خو هغه هم اوس بند دی.

په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو طالبانو ضد د پوځي عملیاتو تر پیلېدو وروسته هلته موبایل سروس بند شوی وو چې دا بیا په ۲۰۱۲ز کال کې د سیمې امن تر راتلو وروسته په عمومي توګه بحال شو.

د ۲۰۰۱۶ز کال د اپرېل په میاشت کې دا یو ځلې بیا معطل شو چې تراوسه نه دې بحال شوی.

د مرغانو سیمې محمود خان له حکومتي چارواکو غوښته کوي چې په سیمه کې دې د پي ټي سي اېل سروس ژر تر ژره بحال کړل شي.

موږ چې کله په دغه اړه د سیمې له یو انتظامي چارواکي سره خبرې وکړې نو هغه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل،په سیمه کې ټېلېفون سروس د امنیتي صورتحال له کبله پوځ بند کړی دی.

ده وویل، د کورمې په سرحدي علاقو کې د فون سروس د بحالېدو لپاره د پوځ اجازتنامې ته اړتیا لري.

انتظامي چارواکي زیاته کړه دا مسله یې له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ورته ویلي دي چې اوسمهال امنیتي حالات سم شوي نو ژر به دا مسله حل کړي.

XS
SM
MD
LG