د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وزيراعظم په توګه به د عمران خان لومړیتوب اقتصاد رغول وي"


عمران خان او شاه محمود قريشي
عمران خان او شاه محمود قريشي

د پاکستان تحريک انصاف مشران وايي د وزيراعظمۍ لپاره يې عمران خان تر هغې وروسته نومولی چې دوی اوس په يقين سره ويلی شي چې حکومت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې کافي غړي د ځان سره لري.

د دې ګوند يو مشر شاه محمود قريشي د اګست په شپږمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ۱۱۵ غړي يې خپل دي او حکومت جوړولو لپاره يې پاتې ۲۲ له ازادو امېدوارانو او ځيني ګوندونو ملګري کړي دي.

تمه ده چې عمران خان به د دې مياشتې په نيمايي کې د دې دندې سوګند پورته کړي

قريشي زياته کړه چې د وزيراعظم په حېث به د عمران خان لومړی کار د هېواد اقتصاد ښه کولو لپاره کار پېلول وي. ((د اقتصادي چېلنجونو په اړه هغه ښه خبر دی. هغه په دې اړه نور معلومات تر لاسه کوي چې په دې وخت کې د اقتصاد حالت څنګه دی او د چيلنجونو سره څنګه مقابله کېدلی شي؟ هغه پر دې خبرې وکړي چې حکومت به يې څنګه د پېسو بچت او ټېکس راغونډولو ښه سيسټم رامنځته کوي. عمران خان د بهرنۍ پاليسۍ اړونده چېلنجونو په اړه هم خپل نظر درلود.))

د پنجاب په لاهور کې زيږيدلی، پنځه شپېته کلن عمران خان ۲۲ کاله کرکټ کړی. کله چې پاکستان د هغه په مشرۍ د ۱۹۹۲ کال کرکټ نړيوال کپ وګاټه، د نوموړي شهرت لا زيات شو.

په همدې اړوند: تحريک انصاف، عمران خان د وزيراعظمۍ لپاره ونوماوه

عمران خان د کېنسر یا سرطان درملنې لپاره په ۱۹۹۴ کې د خپلې مور په نوم شوکت خانم هسپتال او په ۱۹۹۶ کال کې تحريک انصاف ګوند جوړ کړ. له ۲۰۱۳ کال راهيسې يې د ګوند شهرت زيات او په خېبر پښتونخوا کې تر ټاکنو ګټلو وروسته يې ګوند حکومت جوړ کړ.

د اپوزيشن نيوکې او تورونه

د اپوزيشن ګوندونو ځينو سياستوالو تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د عمران خان سره نيزدي دی. خو پوځ دا الزام بې بنياده بولي او وايي د دوی کار د امنيت ساتل دي او په سياست کې کار نه لري. پيپلز ګوند او مسلم لېګ (ن) ويلي چې دوی به په پارليمان کې د سخت اپوزېشن کردار ولوبوي.

کله چې د اپوزيشن په منځ کې همغږي او يووالی نه وي نو بيا هغه څه نه پاتې کېږي، چې تمه ترې کېږي.
شاه محمود قريشي

شاه محمود قريشي د ګل په ورځ وويل چې اپوزيشن یې د راتلونکي حکومت د کار مخه نه شي نیولی. ((يو کروړ او اته شپېته لکه رايې تحريک انصاف په ټاکنو کې اخيستې دي. دا په دې مانا چې په پارليمان کې تر ټولو لوی ګوند یو. ځيني ګوندونه چې هيڅ نوي نه لری، د تحريک انصاف له وېرې سره يو ځای شوي دي. ډېر څيړونکي وايي چې دا به ډېر مضبوط اپوزېشن وي خو د عمران خان په نظر دا ډېر کمزوری اپوزېشن دی.))

د جولای ۲۵مې په انتخاباتو کې پاکستان تحريک انصاف تر ټولو زياتې چوکۍ ګټلې وې خو د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ په ګډون ډېری ګوندونه تور پورې کوي چې انتخاباتي کميشن او پوځ د تحريک انصاف په ملاتړ درغلي کړې ده. پوځ دا نه مني او د ټاکنو کمېشن دريځ لري چې انتخابات په خپلواکه او شفافه توګه ترسره شوې دي.

XS
SM
MD
LG