د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د انتخاباتو کمپاین لپاره ډیجیټل وسایل کارولي


پراګ ـ رویټرز خبري اژانس لیکي، د موبایل د یو اپلیکیشن او له ۵۰ ملیونه څخه د زیاتو ووټرانو له ډیټابېس کارول د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بریالي انتخاباتي کمپاین لویه وجه وه.

اژانس لیکي، ځيني مخالفان وايي، چې د عمران د بریا ترشا پوځ هم لاس لري خو عمران خان او پوځ دا تورونه رد کړي دي.

رویټرز لیکي، پاکستان تحریک انصاف ګوند له انتخاباتو وړاندی د ټیکنالوجۍ کارولو پلان له دې کبله پټ ساتلی وو چې مخالفه ګوندونه یې و نه کاروي. د دې ګوند ګڼو غړیو رویټرز ته ویلي چې څه رنګه موبایل اېپ د دوی انتخاباتي مهم بدل کړ او د بریا سبب شو.

اژانس لیکي، دا اپلیکیشن په ځانګړې توګه هغه مهال د پلویانو د رایې اچونې مرکزونو ته د بوتلو لړ کې ګټور ثابت شو چې د حکومت خپل د اطلاعاتو ورکولو لپاره ټیلي فوني نظام کې د انتخاباتو په ورځ لویې مسلې راغلې او نور ګوندونو ته یې زیان ورسوو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي عامر مغل چې د انتخاباتي حلقو د انتظام د ټیکنالوژۍ یا اپلیکیشن استعمالولو کار ورته سپارل شوی وو، اژانس ته ویلي، د دې د استعمال له وجې ډیر لوی اثر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه کار چې د مکملیدو لپاره څو اوونۍ وخت اخلي، د موبایل اپلیکیشن له وجې په یو یا دوو ګنټو کې وشو.

په انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پارلیمان په ۲۷۲ څوکیو کې ۱۱۶ ګټلي دي او د مسلم لیګ ن بیا ورپسي په دویم نمبر راتلو سره ۶۴ څوکۍ ګټلي دي.

اژانس لیکي، د انتخاباتي حلقو د انتظام ټیکنالوژي یا اپلیکیشن یوې وړې ډلې جوړ کړی وو. اژانس لیکي، پاکستان تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې د ناکامۍ یوه وجه دا هم وه چې دا ګوند د انتخاباتو ګټلو په چل نه پوهیده.

رایټرز لیکي، د انتخاباتو نه څو اوونی وړاندې عمران خان په واټس اېپ په یو ویډيويي پیغام کې د ګوند له کاندیدانو وغوښتل چې اپلیکیشن او ډیټابېس په سمه توګه وکاروي.

نوموړي زیاته کړه، د دې اپلیکیشن په اړه تجربه لري چې دا څنګه کار کولای شي او په هغو پنځو واړو حلقو کې به یې پخپله هم کاروي چې پکې انتخاباتو ته ولاړ دی.

رویټرز لیکي، د موباییل اپلیکیشن ترڅنګ د انتخاباتو په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړیو د رایو اچونکو پولنګ مرکزونو ته د داخلیدو لپاره د هغوی پرچیانې هم چاپولې خو د مسلم لیګ ن ګوند غړیو د رایو اچونکو پرچیانې په لاسو لیکلي.

اژانس لیکي، پاکستان کې د ناخواندګۍ شرح تر ۴۰ في صدو زیاته ده او داسې ښکاري چې مسلم لیګ ن ګوند به د خپلو شاوخوا ۱۳ملیونه رایو اچونکو پرچیانې په لاسو لیکلې وي چې له وجې به یې د ګوند غړيو د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو یا له نور مهم کار کولو پاتې شوې وي.

XS
SM
MD
LG