د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټرحامد اڅکزی: په انتخاباتو کې مو مقابله له ملېشه ځواک سره وه


ډاکټر حامد خان اڅکزی
ډاکټر حامد خان اڅکزی

پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې ده چې په ملک کې دې له سره عام انتخابات ترسره شي.

دا غوښتنه یاد ګوند د اګست پر دریمه د کوټې ترڅنګ په یو شمېر نورو ښارونو کې د احتجاجي لاریونو او جلسو پر مهال کړې ده.

دې احتجاجونو ته په وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي مخکښانو تور پورې کړ چې د جولايي پر ۲۵مه په ملک کې په ترسره شوو انتخاباتو کې دومرې درغلۍ شوې دي چې د دوي په وینا نتیجې یې د منلو وړ نه دي.

د یاد ګوند له خوا خاص لاریون او غونډ په کوټه کې ترسره شوې چې په ګڼ شمېر کسانو پکې ګډون کړی او مشرانو ورته ویناوې کړې دي.

ډاکټر حامد خان اڅکزي جلسې ته وویل چې په چمن کې ملېشه ځواک نېغ په نېغه په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او د دوي پولینګ اېجنټان یې کار ته نه پرېښودل.

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه
په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه

نوموړي وویل چې ملېشه ځواک د دوو ایجنټانو اجازه نه ورکوله او شرط یې دا یښې وو چې یا به د قومي اسمبلۍ اجینټ دننه ورځي او یا به هم د صوبايي اسمبلۍ ایجنټ ته اجازه وي.

د ډاکټر حامد خان اڅکزي په وینا ، د دوي مقابله له مخالف امېدوارانو سره نه بلکې له ملېښه ځواک سره وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بل مخکښ او پخواني سنېټر عبدالروف غونډې ته د وینا پر مهال وویل ، په انتخاباتو کې په ډاګه ټاپې وهل شوې دي خو د ده په وینا د انتخاباتو کمېشن پر دې سترګې پټي کړي دي.

لاریون
لاریون

نصرالله زېری د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوازېنۍ مخکښ دی چې له کوټې څخه یې د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې ده.

نوموړي هم دې غونډې ته په وینا کې د ترسره شوو انتخاباتو پایلې رد کړې او غوښتنه یې وکړه چې په ټول ملک کې دې له سره شفاف او منصفانه انتخابات وشي.

د پاکستان ملېشه ځواک لا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو د انتخاباتو کمېشن دا تور رد کړی دی چې ګواکې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.

XS
SM
MD
LG