د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر: پارلمان کې به فعالیت د پښتون ژغورنې غورځنګ په لارښوونه کوم


د پارلمان منتخب غړی علي وزیر
د پارلمان منتخب غړی علي وزیر

په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د ترسره شوو عامو انتخاباتو په ترڅ کې له جنوبي او شمالي وزیرستان څخه بریالي شوو علي وزیر او محسن داوړ خپله پارلماني تګلاره په ډاګه کړه.

نوموړو د اګست پر دریمه په اسلام اباد کې شریکې خبري غونډې ته وویل چې په هیڅ ګوند کې به ګډون نه کوي خو د هر هغه ګوند ملاتړ به کوي کوم چې د دوي له غوښتنو سره اتفاق ولري او د هغوی د پوره کولو باور ورکړي.

علي وزیر او محسن داوړ په ډاګه کړه چې دوي د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي او هر فعالیت به د یاد غورځنګ په سلا او لارښوونه ترسره کوي.

دې مشرانو دا خبري غونډه له هغه وروسته وکړه چې د دوي په وینا ، په ټولنیزو رسنیو کې دا ګنګوسې خپرې کړل شوې چې ګواکې دوي په کوم ګوند کې ګډون کوي.

محسن داوړ او علي وزیر وویل ، اوس یې هم غوښتنې هغه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې کړې دي.

دوي وویل ، حکومت دې ورک کړل شوي کسان راپیدا کړي او عدالت ته دې وړاندې کړي ، په سیمه کې دې ښخ ماینونه پاک کړي او د پښتنو پر خاوره د شویو ظلمونو حساب دې وکړي.

علي وزیر وویل ، په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د ضرب عضب او راه نجات په نامه عمليات وشو خو بیا هم په زرګونه خلک بې کوره دي.

علي وزیر د یو پوښتنې په ځواب کې وویل ، د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان ته یې د سزا غوښتنه یې لکه څنګه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې کړې وه هم داسې به یې په پارلمان کې کوي.

د پارلمان منتخب غړی محسن داوړ
د پارلمان منتخب غړی محسن داوړ

محسن داوړ د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوي د انتخابي هلي ځلو له کبله یو څه بوخت پاته شوي وو خو اوس به بیرته د ده په وینا د تېر په څېر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزې برخه وي.

نوموړي وویل چې دی او علي وزیر به دواړه د اګست پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د یاد غورځنګ په رابلل شوې ولسي احتجاجي غونډه کې ګډون کوي.

علي وزیر د جنوبي وزیرستان له ۵۰ مې حلقې او محسن داوړ د شمالي وزیرستان له ۴۸ مې حلقې د قومي اسمبلۍ لپاره په ازاد حثیت بریالي شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په وار وار ویلي چې یاد غورځنګ پارلماني نه بلکې د ده په وینا د پښتانه قام یو ولسي تحریک دی.

د هم دې له کبله ځینې خلک اندېښنې لري چې ګواکې د یاد غورځنګ د دوو مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ پارلمان ته تګ به غورځنګ کمزوری کړي.

خو محسن داوړ او علي وزیر د اسلام اباد په خبري غونډه کې هوډ وښود چې پارلمان ته د تګ هدف یې هم دا وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ او غږ په پارلمان کې هم پورته کړي.

XS
SM
MD
LG